د هند او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړې
د هند او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو نن په نوې ډېلي کې وکتل.
دوی د ګڼو نورو سیمهییزو او دوه اړخیزو مسئلو ترڅنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر په خپل ټویټر لیکلي چې له خپل سعودي سیال فیصل بن فرهان سرهیې د افغانستان په تړاو ډېر اغېزمن بحث کړی دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود تېره شپه په درې ورځني سفر نوې ډېلي ته رسېدلی.
شهزاده سعود به سبا (دوشنبه) مخکې تر دې چې نیویارک ته روان شي، له صدراعظم نرېندرا مودي سره وویني.
هند او سعودي عربستان د افغانستان د وروستیو پرمختیاوو په اړه ګډې اندېښنې لري.