د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې ځانمرګي برید ۸ کسان ووژل
د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې یوه ځانمرګي برید د ۲ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸ کسان ووژل.
د دې حملې چې د جمهوري ریاست له ماڼۍ یو څو متره لېرې شوې، مسوولیت د الشباب په نوم تروریستي ډلې ومانه.
د پولیسو یوه ویاند د پېښې په ساحه کې خبریالانو ته وویل چې د مړو شمېر ښايي زیات شي، ځکه ځینې مړي د هغیو د خپلوانو له خوا وړل شوي دي.