د څو هېوادونو ښځینه مشرانو د افغان مېرمنو د ملاتړ همکاري وغوښته
د څو هېوادونو ښځینه مشرانو د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره د نړیوالو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
یوه یې د سلواکیا ولسمشره، زوزانا چپوتووا ده. هغې تېره شپه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته له وړاندې په یوه ثبت شوي پیغام کې وویل: "په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې نجونو او ښځو خپل مشروع حقونه تجربه کول چې باید ونه تروړل شي. د ایسلنډ، نیوزیلنډ صدراعظمانو او نورو ښځینه سیاسي رهبرانو د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ هڅه پیل کړې ده. له تاسو هیله کوم چې له دې حرکت سره ملګري شئ چې د کوټلو اقداماتو سبب شي. وروستی ټکی د حکومت د ټولګډونوالي په باب دی، که چېرې زیانګالي، ښځې، نجونې او اقلیتونه څنډې ته پرېږدو، دا نړۍ نه شو ژغورلی. د جنسیت پر اساس د زور زیاتي خاموشه وبا، زموږ د ټولنو پر سلامتۍ یو مرګونی ګوزار دی."
د طالبانو حکومت په خپله سرپرسته کابینه کې یوې ښځې ته هم ځای نه دی ورکړی او تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
طالبانو ویلي چې د نجونو د ټولو ښوونځیو د بیا پرانیستنې په اړه کار روان دی او د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه رعایتوي.