په جلال اباد کې چاودنې یو تن وژلی او ۷ تنه یې ټپیان کړي
په جلال اباد ښار کې چاودنې یو تن وژلی او ۷ تنه یې ټپیان کړي دي.
پېښه نن سهار د جلال اباد ښار امیرشهید بڼ ته نږدې په ګلدان کې د ځای پرځای شوېو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.
په ننګرهار کې یوې روغتیایي سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته تایید کړه چې د دغې پېښې له ځایه، سیمه ییز روغتون ته د یوه طالب مړی او ۳ طالبان او ۴ ملکیان په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
که څه هم د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی، خو تر دې مخکې د داعش ډلې خراسان څانګې په ننګرهار کې د ځینو حملو مسوولیت منلی دی.