روسیه: د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو پر موضوع حاضر دمه غور نه کېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پر موضوع حاضر دمه غور نه کېږي.
سرګي لاوروف دا خبره وروسته له دې وکړه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د طالبانو استازي ته د وینا اجازه ورکړي.
لاروف همدا راز وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر اوسه په دې غور نه دی کړی چې ایا پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او که نه؟
لاورف چې په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې دغه راز وویل، ده تراوسه له هېچا نه دي اوریدلي چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتي وي چې اوس په کار ده چې پر طالبانو لګول شوي بندیزونه کم یا بیخي لېرې شي.
روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چې د بندیزونو په لېرې کولو یا لګولو کې مهم رول لري، یو له پنځو دایمي غړیو څخه ده.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې دغه بندیزونه له طالبانو سره د مسکو پر ارتباطاتو هېڅ اغېز نه لري.