یونان کې ۵،۸ درجې زلزلې یو تن مړ کړ
![یونان کې ۵،۸ درجې زلزلې یو تن مړ کړ](https://gdb.rferl.org/11431d3b-3421-4717-b688-0e4017a0e044_cx0_cy6_cw0_w800_h450.jpg)
نن سهار د ریښتر په مقیاس ۵،۸ درجې زلزلې د یونان د کریتِ ټاپو یو نېستمن مېشته ښار ولړزاوه چې لږ تر لږه یو تنیې مړ کړی دی.
د ټلوېزیون په تصاویرو کې ښکاري چې د زلزلې له کبله ګڼ کسان مجبوره شوي چې له ودانیو سړکونو ته راووځي.
د زلزلې ټکانونه د کریتِ په شمال سانتوریني ټاپو کې هم احساس شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي چې دغې زلزلې کورونه هم زیانمن کړي دي.