هنګري او د روسيې ګازپروم شرکت د هنګري لپاره د تېلو د عرضې نوی تړون لاسلیکوي
د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیارتو او د روسیې د ګازو د لوی شرکت ګازپروم مشر الکسي مېلر به نن په بوداپست کې د هنګري لپاره د تېلو د عرضې نوی اوږدمهاله تړون لاسلیک کړي.
هنګري تېره میاشت ویلي و چې له مسکوهیې د ګازو د انتقال لپاره د نوي اوږدمهاله تړون له ټولو شرایطو سره موافقه کړې ده.
هنګري ته د ګازو رسولو تړون د اکټوبر میاشتې له لومړۍ نېټې د تطبیق وړ دي.
د هنګري د بهرنیو چارو وزیر د اګسټ میاشتې په وروستیو کې ویلي و چې له ګازپروم سره به دغه تړون د ۱۵ کلونو لپاره وي.
ګازپروم به هنګري ته په کال کې ۴،۵ میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز لېږدوي.