سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې
![سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې](https://gdb.rferl.org/9433ef8b-abfe-4286-a500-24840d22340b_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، روان میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
دغې ادارې نن په یوه ټویټ کې ویلي، په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې کور پر کور ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو ته چمتو دی او دا کار باید ژر تر ژره ترسره شي.
د سازمان په خبره همدا اوس د پولیو لهمنځه وړلو لپاره یو لوی فرصت شته.
طالبانو په تېرو کلونو کې د کور پر کور واکسین لګولو ته اجازه نهورکوله او ادعا یې کوله چې له دې کمپاین څخه په استخباراتي مسایلو کې هم استفاده کېږي.