په نیمروز ولایت کې د لرغونو ودانیو د ویجاړېدو په اړه اندېښنې
![په نیمروز ولایت کې د لرغونو ودانیو د ویجاړېدو په اړه اندېښنې](https://gdb.rferl.org/52df1e36-698e-457a-9be8-4084fb8df47d_tv_w800_h450.jpg)
په دغه ولایت کې ۴۶ لرغونې کلاوې شته چې ډېرې یې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دې ولایت فرهنګیان وایي، لرغوني اثار د یوه هېواد د هویت څرګندونه کوي او باید ورنه ښه ساتنه وشي.
دوی له طالبانو غواړي چې د لرغونو اثارو او کلاګانو په ساتنه او بیارغونه کې هڅه وکړي.