ناټو: طالبان دې ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه وپوښتل شي
![ناټو: طالبان دې ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه وپوښتل شي](https://gdb.rferl.org/277af20e-a6af-4562-b034-da0369ccd84f_w800_h450.jpg)
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې طالبان باید له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې د خپلو ژمنو په اړه وپوښتل شي.
د ناټو د یوه بیان له مخې، سټولټنبرګ دا څرګندونې پرون د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په انلاین خبرو کې کړي دي.
د فرانس پرېس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې پرونۍ خبرې مثبتې او رغنده وې.
د بیجینګ په وینا ، وانګ یی او سټولټنبرګ موافقه وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون د بېلابېلو مسالو په اړه د چین او ناټو ترمنځ ډیالوګ ډېر شي.
بیجینګ په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له حضور سره مخالفت درلود.