ترکیې افغانستان سره د سل مټریک ټنه اصلاح شوېو تخمونو مرسته وکړه
![ترکیې افغانستان سره د سل مټریک ټنه اصلاح شوېو تخمونو مرسته وکړه](https://gdb.rferl.org/D68432F2-8F99-4617-A2E8-80905DF89CAF_w800_h450.jpg)
د ترکیې د 'اي، اېچ، اېچ' موسسې له افغانستان سره د سل مټریک ټنه اصلاح شوېو تخمونو مرسته وکړه.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، دغه مرسته د ترکیې د (اي، اېچ، اېچ) موسسې له لوري د یاد وزارت په چوکاټ کې د دې هېواد له بزګرانو سره کېږي، څو د دوی په حاصلاتو کې د پام وړ ښه والی راشي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم د یادې موسسې له مسولینو سره د لیدنې پرمهال دواړو خواوو په دوه اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
د (اي، اېچ، اېچ) موسسې مسولینو ژمنه وکړه چې د اصلاح شوېو توکو د مرستې سربېره به له دې هېواد سره یو شمېر نورې مرستې هم وکړي او په وینا یې یو شمېر بزګرانو ته د ژورو څاګانو د ایستلو پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.