د سوداګرۍ او صنعت وزارت: هڅه کوو د سوداګرو ټولې ستونزې هوارې کړو
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، هڅه کوي چې د سوداګرو ټولې ستونزې هوارې کړي.
دا خبرې د طالبانو له لوري د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ته ټاکل شوي سرپرست وزیر نور الدین عزیزي د نړیوالې سوداګریزې خونې، نفت او د ګازو د اتحادیو له مسولینو سره په یوه ناسته کې کړې ویلي چې سوداګر د هېواد د ملا د تیر حیثیت لري.
د دې وزارت سرپرست دغه شان د سوداګرۍ د غوړېدو لپاره د قانون په چوکاټ کې په سوداګریزو چارو کې د یو شمېر اسانتیاوو برابرولو ډاډ هم ورکړ.