روان کال ترکیې افغانستان ته د ۱۶۷ ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي
د روان لمریز کال له پیله تردې دمه له ترکیې افغانستان ته د ۱۶۷ ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
دا خبرې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای نن چهارشنبې( د تلې په ۷مه) د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره د لېدو پرمهال کړي دي.
د ترکیې سفیر وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په 2020 کال کې د ۲۳۵ ملیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه ترسره شوې وه او د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۱۶۷ ملیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل .
خو ترکیې ته یې د افغانستان صادراتو اندازه ونه ښوده او ویې ویل، له افغانستانه د صادراتو کچه خورا لږ وه.
ترکیه غواړي د افغان توکو د صادراتو کچه لوړه کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګري توازن رامنځته شي، هغه زیاته کړه چې دسوداګرۍ د انډول یوازینۍ لار په کورنیو سرچینو پانګونه ده.
نوموړي د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ترکي شرکتونو دستونزو په حل کې همکاري وکړي او د پانګونې ډیر فرصتونه ورته برابر کړي.
د ترکیې سفیر یادونه وکړه چې ترکي پانګوال چمتو دي په افغانستان کې لا ډیره پانګونې وکړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وویل په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله ، د پانګوونې ډیری فرصتونه رامنځته شوي او ټېنګار یې وکړ چې د سوداګرۍ او پانګوونې ساده کولو لپاره کار کوي ترڅو ملي او نړیوال پانګوال، په ځانګړي توګه د ترکیې پانګوال ، له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.