د اکوادور یوه زندان کې له شخړې وروسته بیړنۍ حالت اعلان شو
د اکوادور ولسمشر د دغه هېواد په زندان کې تر خونړۍ شخړې وروسته ټول هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
دې شخړه کې لږ تر لږه ۱۱۶ تنه ووژل شول او شااوخوا ۸۰ نور ټپیان شول.
د پولیسو چارواکو ویلي چې په لیتورال زندان کې دا نښته د نشه یي توکو د دوو سیالو قاچاق وړونکو ډلو ترمنځ شوې ده.
د اکوادور ولسمشر ګلیرمو راسو ویلي، پر دې خواشینی دی چې زندانونه د جنایت کاره ډلو له خوا د قدرت د شخړې په میدان بدلیږي.