شمالي کوریا: جنوبي کوریا سره د ارتباطي کرښو رغولو ته لېواله یو
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ویلي، لېواله دی چې له جنوبي کوریا سره ارتباطي کرښې بېرته ورغوي، خو ده له امریکا سره د خبرو وړاندیز رد کړ.
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د دوی مشر دا څرګندونې نن پنجشنبه د پارلمان غونډې ته کړې دي.
کېم جونګ اون وویل، له جنوبي کوریا سره سرحدي ارتباطي کرښې د خپل ولس په غوښتنه جوړوي، هغه ولس چې د ده په ټکو د پیونګ یانګ او سیول ترمنځ سوله غواړي.
شمالي کوریا په تېر اګسټ میاشت کې د جنوبي کوریا او امریکا د ګډو پوځي تمرینونو له کبله له سویل سره ارتباطي کرښې پرې کړې.