د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د بشري بحران د پېښېدو خبرداری ورکړ
![د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د بشري بحران د پېښېدو خبرداری ورکړ](https://gdb.rferl.org/12356DA2-02CB-48F1-AC5B-BF65E9569E9E_w800_h450.jpg)
د نړیوال سره صلیب یو چارواکي په افغانستان کې د بشري بحران د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.
د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د رئیس الکساندر ماتیو له خولې نن ویلي، که چېرې کارمندانو د تنخواګانو او د خدماتو په ځانګړې توګه روغتیا برخې لپاره پیسې برابرې نهشي، د مالي امکاناتو سخت کمی او ژمی به افغانستان له لوی بشري بحران سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د رئیسالوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د چهارشنبې په ورځ وویل، د ټولو دولتي کارکونکو تنخواګانې به ورکړل شي. هغه دا ونهویل چې د طالبانو حکومت دومره مالي بودجه لري کنه چې د لسګونه زرو دولتي مأمورینو ځنډېدلي معاشونه ورکړي.
د بېلابېلو بشري نړیوالو سازمانونو لهخوا افغانستان کې د یو بشري ناورین د احتمال خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې پر کابل د طالبانو د واکمنۍ د یوې نیمې میاشتې په پوره کېدو، لا هم د طالبانو حکومت کوم هېواد په رسیمت نهدی پېژندلی.