چین: د افغانستان او نورو امنیتي مسایلو په اړه غونډه جوړیږي
د چین د دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې ټاکل شوې ده د کارپوهانو یوه غونډه په چین کې د افغانستان او نورو سیمه ییزو امنیتي مسایلو په اړه جوړه شي.
د وزارت یوه ویاند وویل چې دا غونډه به د شیانګشان پیکنګ فورم په نوم د اکتوبر له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې ترسره کړي.
د رویټرز د راپور په وینا، د سرمشریزې یوه برخه به په سیمه ییز امنیت د افغانستان د وضعیت اغیزې باندې بحث وکړي.
د شیانګشان پیکنګ فورم د سیمه ییز امنیت غونډه ده چې په کې به دفاعي چارواکي او کارپوهان برخه واخلي.