طالب چارواکي: د بانکي نظام د ښه والي لپاره هڅې روانې دي
![طالب چارواکي: د بانکي نظام د ښه والي لپاره هڅې روانې دي](https://gdb.rferl.org/2dc03bd1-f8db-4eac-ab91-b41dc3aaf8b7_cx0_cy5_cw0_w800_h450.jpg)
طالب چارواکي وايي، په افغانستان کې د بانکي نظام د ښه والي او د پیسو د راکړې ورکړې د ستونزو د هوارۍ برخه کې د دوی هڅې روانې دي.
د یو خپور شوي بیان له مخې دا خبرې په هغه ناسته کې شوي چې د خصوصي بانکونو د استازو او د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوې.
نوموړي په دې ناسته کې ویلي: "د بانکي نظام ټېنګښت، پراختیا او د هېواد اقتصادي څرخ ګرځول زموږ لپاره د ارزښت وړ دی او په دې برخه کې به لازمې هڅې ترسره شي."
ښاغلي حنفي د خصوصي بانکونو او د افغانستان بانک د اتحادیو استازو ته ډاډ ورکړی چې دغه ستونزې به ژر تر ژره هوارې شي.
د تیرې اګسټ میاشتې له پنځلسمې پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته بیا تر دا مهاله په کابل او نورو ولایتونو کې د پیسو د راکړې ورکړې او بانکي نظام عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.
اوس مهال په افغانستان کې خصوصي بانکونو په فعالیت پيل کړی، خو طالبانو له یادو بانکونو څخه غوښتي چې په اوونۍ کې ۲۰زره افغانۍ چې شااوخوا ۲۰۰ ډالره کېږي خپلو مراجعینو ته ورکړي او د وضعیت تر نورمالېدو د زیاتو پيسو له ورکولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک شااوخوا نهه میلیارډه ډالر چې په نیویارک ښار کې د فدرال بانک په زېرو کې ساتل کېږي کنګل کړي دي.