کندهار کې انتيک پلورونکي: د سېلانيانو له کمېدو سره مو پېردونکي کم شوي
د هرې ورځې په تېرېدو سره په کندهار کې د زینتي او ښکلو توکو د پېر او پلور بازار په کمېدو دی.
قاسم جان چې په کندهار ښار کې د انتیک شیانو یو پلورونکی دی، ازادي راډیو ته وویل چې د مسو لوښي، سپین زر، بېلابېل تاریخي سکې، قیمتي ډبرې او غمیان، چې یو وخت یې لوړه تقاضا لرله، پهدې وروستیو کلونو کې د پېرودونکو د کمښت سره مخ شوي او یوازې څو محدود دوکانونه پاتې دي.
قاسم جان زیاتوي: "هر رقم ډبرې او غمي لرو، لاجورد، زمرد، یاقوت، سپین زر. غوښتنه مو دا ده چې دا څو محدود دوکانونو ته که ځانګړی ځای جوړ شي او سره یوځای شي، دا به ښه وي."
عبدالحکیم او ګلاب خان چې په کندهار کې د انتیک صنایعو نور پلورونکي دي وایي چې، د بهرنیو سېلانیانو کمښت او د خلکو اقتصادي ستونزو د زینتي او تاریخي توکو په اخیستو کې لېوالتیا کمه کړې ده.
عبدالحکیم ازادي راډيو ته وويل: "کاروبار د پخوا په پرتله په سل فیصده کې لس فیصده پاتې دی. جواهرات هغه خلک رانیسي چې شوق یې لري، خو اوس هغه شوقیان خلک مفلس دي، بهرنیان هم نه راځي."
دغهراز ګلاب خان وايي: "د حکومت توجه غواړي، که دا ټول دوکانونه یوځای شي، امنیت یې هم نیول کېږي، که بهرنیان راځي، امنیت به یې نیول کېږي."
د انتیک توکو پلور او تولید په افغانستان کې د لرغونو کاروبارونو له جملې څخه دی.
انتیک پلورونکي وایي، که د توکو لپاره بازار موندنه ونهشي او حالت همداسې دوام وکړي، نو دا صنعت به ډېر ژر په ټپه ودریږي او پاتې څو محدود دوکانونه به یې هم وتړل شي.