لوی اختر ته ګڼو کورنیو د بیوزلۍ له لاسه چمتووالی نه دی نیولی
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د اعلان له مخې په افغانستان کې اختر ته یوه ورځ ورته پاتې ده، یو شمېر کورنۍ وایي، نمانځنې ته یې هېڅ ډول چمتووالی نه لري.
د بېلابېلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکو ازادي رادیو سره خبرو کې وویل، دوی ان خپلو ماشومانو ته درې وخته خواړه نه شي برابرولی.
