Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2025

له کډوالۍ تر بې وسۍ؛ له ګاونډي پاکستانه راستانې شوي افغانې کورنۍ په سختو شرایطو کې ژوند تیروي

0

په داسې حال کې چې په بیلابیلو هیوادونو کې مسلمانان د اختر خوښي له یو بل سره ویشي او د خپلوانو او ملګرو لیدولو ته ورځې خو ډیر شمېر افغانان چې په وروستیو کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي وايي بې وزلۍ له امله یې د اختر خوښۍ نه دي لیدلي.

نږدې یوه اونۍ وړاندې له ایرانه ډیپورټ شوې صابره اوس مهال له خپل خاوند او درې اولادونو سره اوس مهال د شبرغان په ښار کې په یوه خیمه کې ژوند کوي، ازادي راډيو ته یې وویل، د اختر په دریو ورځو کې یې خاوند ناروغ او په روغتون کې بستري وو او اولادونو یې هیله لرله چې د اختر جامې او میوه به ولري خو په خبره یې هیڅ هم ورته اماده نه شول.

"د اختر په دې دریو ورځو کې مو هیڅ نه لرل، ماشومان غواړي چې هر څه ولري، خو ما ورته هیڅ هم ونه شول کولای، دوی هیڅ نه لري، د اختر دا درې ورځې مو تر خیمې لاندې سختې ګرمې ته تېرې کړې، بیګاه ډېر تېز باد وو، ماشومان مې هم ټول ناروغان شول."

یو بل افغان پنا غوښتونکی چې تازه له پاکستانه ډیپورټ شوی د نوم د بدلون او نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل اوس مهال په ننګرهار کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

"موږ دلته په خیمه کې ژوند کوو، زموږ ماشومان ناروغان دي، زموږ ستونزې ډېرې دي، د اختر ورځې مو سختې وې، هیڅ تیاری مو ورته نه وو کړی، له حکومت غوښتنه کوو چې له موږ سره مرسته وکړي، او د کار زمینه راته برابره کړي."

دا کورنۍ چې له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوی وايي په خپل وطن کې د سرپناه، خوراکي توکو او د روغتیايي خدمتونو په څېر د بنسټیزو اړتیاوو له نشتوالي سره مخ دي او هغه سخته بې وزلي چې دوی ورسره مخ دی له امله یې د اختر خوښي نه دی نمانځلې.

په ورته وخت کې په ایران او پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي دوی د اختر ورځې په نامناسبو شرایطو کې تېرې کړې.

په ایران کې میشت یو افغان کډوال حفیظ الله ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال یې د پولیسو له ویرې چې ونه نیول شي په خپل کور کې اختر تېر کړو او هیڅ ځای ته په چکر تللی نه دی.

"مخکې به په اخترونو کې یو بل کره تللو، اختر به مو په خوښۍ نمانځلو، خو سږ کال مو یوازې په جومات کې د اختر لمونځ وکړو او هیڅ خپل خپلوان مو ونه لیدل، نه چا کره لاړو او نه موږ کره څوک راغلل، هیڅ کډوال د ویرې له امله له کورونو نه شي وتلی، کله چې د شپې ویده کیږو د پولیسو ویره موجوده وي خوب مو ورک دی."

په پاکستان مې میشت بې اسناده افغان کډوال هم له ورته وضعیت سره مخ دي او ځینو یې ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي دي چې ان په ډیری مواردو کې له کورونو نه شي وتلی.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې په وروستیو کې له ایران او پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په شدت سره روانه ده، هغه کسان چې خپل وطن ته ستانه شي د نامعلوم برخلیک، اقتصادي ستونزو او بې کارۍ سره مخ دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار ویلي په تېره مۍ او اپریل میاشتو کې له ایران او پاکستانه لږ ترلږه یو نیم میلیون وطن ته ستانه کړل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان اي او ایم له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو مخ په زیاتېدونکې شمېر په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی یې دي چې دا پروسه د افغانستان په منابعو فشار راوړي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России