Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2025

د ماین پاکۍ موسسې؛ که نړیوال مرسته ونه کړي ښايي په افغانستان کې د ماینونو له کبله د مرګژوبلې شمیر لوړ شي

0

په افغانستان کې د«ام ډي سي» په نوم ماین‌پاکۍ موسسه خبرداری ورکوي، که چیرې د ماین‌پاکۍ پروګرامونو لپاره بیړنۍ نړیوالې مرستې برابرې نه شي، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدو ته په کتو، د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله تلفات به نور هم زیات شي.

د دې موسسې مشر شهاب حکیمي د سه شنبې په ورځ د جون په لسمه نېټه ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال په میاشتني ډول تلفات شاوخوا ۶۰ تنه دي او شاوخوا ۸ میلیونه کسان د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخامخ دي.

"د افغانستان په مختلفو برخو لکه د جګړې سیمو او د ناټو د روزنې سیمو کې چې شاوخوا ۱۲۰۰ مربع کیلومتره ځمکه ده ماینونه او ناچاودې توکې پاتې دي. که چیرې په دې برخه کې مرسته ونشي، نو دا د نږدې اته ملیونو خلکو لپاره مستقیم او غیر مستقیم ګواښ دی، او دوی په خطر کې دي."

هم مهاله، د«هلو ټرسټ» په نوم د ماین‌پاکۍ موسسه وایي، ماشومان د افغانستان د ماین چاودنو د مرګ‌ژوبلو ۸۰ سلنه برخه جوړوي.

دغې موسسې د سه شنبې په ورځ د جون په لسمه په یوه راپور کې زیاته کړې، چې هره میاشت شاوخوا ۴۰ ماشومان چې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره د اوسپنې راټولولو هڅه کوي، د ماین چاودنو له امله وژل کیږي یا سخت ژوبل کیږي.

په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې د ماین د چاودنو له امله ټپیان شوي، د مرستې غوښتنه کوي.

د هرات یو اوسیدونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، شاوخوا دوه کاله مخکې یې ۱۳ کلن زوی د ماین په چاودنه کې سخت ټپي شو، خو د مناسبې درملنې لپاره یې کومه مرسته ترلاسه نه کړه، او د اقتصادي ستونزو له امله یې پخپله هم درملنه ونشوه کړای.

"همدا ماشوم مې د ماین په چاودنه کې ژوبل شوی و، ټول بدن او مخ یې سوري شوي وو، موږ د کور ټولې غالۍ او لوښي وپلورل او د ده درملنه مو وکړه، خو زما زوی ورځ په ورځ کمزوری کېده، ځکه لا هم په پښو، تندي او لاسونو کې یې چرې دي، د هغه یوه پښه په بشپړه توګه فلج شوې ده، ډاکټر هغه ته درمل ورکړي وو، خو موږ ان د درملو د اخیستلو لپاره پیسې نه درلودې، اوس زما زوی په کور کې دی او اړتیا لري چې ډاکټر ته لاړ شي، موږ حتی نشو کولی هغه ته میوه یا یو کیلو شیدې واخلو."

د «هلو ټرسټ» موسسې په تازه راپور کې، افغانستان د ماینونو له اړخه د نړۍ له تر ټولو ککړو هېوادونو څخه بلل شوی، او راغلي چې د نړیوالو مرسته کوونکو د ملاتړ کمېدو له امله، د دوی د کارکوونکو شمېر هم کم شوی دی.

راپور ښيي، چې د ناچاودو توکو ککړتیا د هېواد شاوخوا ۲۰ سلنه وګړي اغېزمن کړي، چې پکې له پاکستان او ایران څخه تازه راشړل شوي شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال هم شامل دي.

د «ام ډي سي»د ماين پاکۍ موسسه هم وایي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې، شاوخوا ۱۵ زره کارکوونکو دوی سره د ماین‌پاکۍ په برخه کې کار کاوه، خو د نړیوالو مرستو د دوامدار کمښت له امله اوس دا شمېر ۱۲۰۰ ته راټیټ شوی دی.

ویل کیږي چې په تیرو څلورو لسیزو جګړو د افغانستان ګڼ شمېر سیمو کې د مختلفو اړخونو لخوا ماینونه کرل شوې دي.

طالبان چې له تير جمهوري نظام سره په جګړه کې ښکیل وو، هم په ماین‌ایښودنې تورن شوي دي.

د یادونې ده، چې تازه د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې او چمتووالي د ملي ادارې سرپرست نورالدین ترابي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ په برخه کې همکاري وکړي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России