Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2025

د ایران او اسراییل تازه بریدونه، اسراییل کې ۸ تنه وژل شوي

0

پر اسراییلو د ایران نننیو بریدونو کې د لږ تر لږه ۸ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

نړیوالو اژانسونو د اسراییل د بیړنیو خدمتونو د ادارې په حواله ویلي چې وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

دغو توغندیزو بریدونو کې لسګونه تنه ټپیان شوي دي.

د ایران له بریدونو سره همهاله د اسراییل میلیونونه کسانو د خطر زنګ واورېد او خوندي ځایونو کې پټ شول.

ایران دغه بریدونه وروسته تر هغه وکړل چې اسراییل نن سهار وختي د ایران د دفاع وزارت پر ودانۍ او د تېلو پر یوشمېر زیرمو بریدونه وکړل.

ایراني چارواکو د دفاع وزارت پر ودانۍ او یوشمېر نورو ځایونو د اسراییل بریدونه تایید کړي، خو د مرګ ژوبلې جزیات یې نه دي ورکړل.

مخکیني معلومات:

د اسراییل پوځ وایي، نن یکشنبه د ( غبرګولي ۲۵مه) یې په ایران کې " ګڼ شمېر" هدفونه په نښه کړي دي. په دغو هدفونو کې د دفاع وزارت ودانۍ او د ایران د اټومي وسلو اړوند هدفونه شامل دي.

له دې سره همهاله د ایران تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په سهار راپور ورکړی چې د ایران د دفاع وزارت ودانۍ او د دغه وزارت د څیړنو او دفاعي نوښتونو څانګه د تهران په شمال کې تر برید لاندې راغلي.

د تسنیم د ادعا له مخې، دغه برید کې یوازې د دفاع وزارت یوه اداري ودانۍ سرسري زیانمنه شوې ده.

خو د اسراییل پوځ ویلي، د ایران د دفاع وزارت د څیړنو او دفاعي نوښتونو څانګه یې د دې لپاره په نښه کړې چې د ادعا له مخې يې " اټومي وسلو ته د ایران د رسېدو چارې په کې مخته تلې او داسې ځای و چې ایران خپل اټومي ارشیف هلته پټ کړی و".

په ایران باندې د اسراییلو په نننیو بریدونو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

بل لورته ایران هم د یکشنبې په سهار په اسراییلو باندې د توغندیو تازه بریدونه بیا پیل کړل.

د اسراییلو پوځ د یکشنبې په سهار وختي راپور ورکړ چې دوی له ایران څخه د توغندیو نوې څپه کشف کړې او له خلکو یې وغوښتل چې پناه واخلي.

اسوشیټیډ پریس د اسراییلو د بیړنیو چارو د چارواکو په حواله راپور ورکړ چې په بریدونو کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې څلور کسان وژل شوي دي.

په اسراییلو باندې د ایران د بریدونو له نوې څپې وروسته، سپاه پاسدران انقلاب ګواښ وکړ چې که اسراییل خپل بریدونو ته دوام ورکړي نو تهران به "په پراخه کچه" ځواب ووایی.

د اسراییل او ایران ترمنځ جګړه داسې مهال پيل شوې چې له تېرو څو اونیو راهیسې د امریکا او ایران مرکچیانو یوه اټومي تړون ته د رسیدو هڅه کوله.

ایران اوس د اټومي خبرو دوام " نه توجیه کېدونکی کار" بللی دی.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ د اروپایي ټولنې له لوړ پوړي ډیپلوماتې کایا کلاش سره په تلیفوني اړیکه کې وویل چې د اسراییلو له بریدونو وروسته اټومي خبرې اترې "نه توجیه کیدونکي" دي.

په یوه بیان کې چې دولتي ایرنا خبري اژانس لخوا خپور شوی، عراقچي وویل چې د هغه په هیواد باندې د اسراییلو بریدونه، د هغه په نظر، د واشنګټن د ملاتړ مستقیمه پایله ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ له ایران څخه وغوښتل چې د خپل اټومي پروګرام په اړه له واشنګټن سره یوې موافقې ته ورسیږي.

د ولسمشر ټرمپ د ادارې د دوهمې دورې له پیل راهیسې، متحده ایالاتو او ایران د نوي اټومي تړون لپاره پنځه پړاوه خبرې اترې کړې دي، خو پرته له کومې پایلې څخه.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России