Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2025

پاکستان کې افغان خبریالان؛ د ډيپورت کېدو وېرې اخیستي یو

0

په پاکستان کې مېشت یو شمیر افغان خبریالان وايي، اندېښمن دي چې له دغه هیواده ونه ایستل شي.

دوی وايي، ډیری افغان خبریالان د خپل ژوند د خوندیتوب په موخه پاکستان ته راغلي او مقصد هیوادونو ته د تګ کیسونه لري، خو اوس چې دغه هیواد کې د کډوالو نیول او خپل هیواد ته یې ستنول چټک کړي د ډیپورټ کېدو ویرې اخیستي دي.

په اسلام‌اباد کې مېشت یو افغان خبریال چې نه‌ یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، " په افغانستان کې وضعیت ټولو ته معلوم دی چې دغه خبریالان په افغانستان کې له کوم سرنوشت سره مخ کېدای شي او دا اوس ورسره مخ دي، موږ ټول ډېر اندېښمن کړي یو.

یو بل افغان خبریال چې ده هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل "د افغان خبریالانو نیول او بیا ډیپورټ کول زما په ګډون په پاکستان کې میشت ټول افغان خبریالان سخت اندېښمن کړي دي، موږ د خبریالانو په ټولو ملاتړو بنسټونو غږ کوو چې په پاکستان کې د میشتو افغان خبریالانو ژوند ته دې جدي پام وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې یو شمیر افغان خبریالان د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي چې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو په منځګړتوب بیرته خوشې شوي دي.

د پاکستان او افغانستان د خبریالانو نړیوال فورم په نوم بنسټ هم د پاکستان له حکومته غواړی چې خبریالان له دغه هیواده ونه باسي.

د دغه بنسټ مشر قمر یوسف زي ازادي راډیو ته وویل،" موږ د پاکستان له حکومته غوښتنه کوو کوم خبریالان چې ډیپورټ کیږي د دوی ژوند هلته په افغانستان کې له خطر سره مخ کیږي، دا ډېره د اندېښنې مسله ده، بله مهمه مسله داده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت باید خبریالانو ته د ویزو د ورکولو او برخه کې اساني راولي."

دی وايي چې د اسلام‌اباد پریس کلب او په پاکستان کې د بې سرحده خبریالانو (RSF) له استازو سره په ګډه هڅه کوي، څو د شاوخوا ۱۵۰ افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره خبرې وکړي.

یوسفزي وویل، که څه هم زیاتره خبریالان هڅه کوي قانوني اسناد ولري، خو د ویزو نه تمدید او یا په کې ځنډ هغه ستونزه ده چې دوی له نیول کېدو او ایستلو له ګواښ سره مخ کوي.

د یادونې ده چې مخکې د بیان د ازادۍ مرکز هم په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو وضعیت ته اندېښنه ښودلې وه.

دې مرکز د جون په ۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي و، "خبریالان مجرمان نه، بلکې د حقایقو ویونکي او د بیان د ازادۍ مدافعین دي، چې د ګواښ له امله له هېواده تښتېدلي دي".

دوی ویلي، د خبریالانو نیول او ډیپورټ کول، د بشري حقونو ښکاره نقض او د پاکستان له خوا د نړیوالو ژمنو خلاف عمل دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، ګڼ شمېر افغان خبریالان د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته تللي دي. خو اوس، د ویزو د تمدید مودې کمېدل او ځنډ، هغوی د پولیسو له لوري د نیولو او ډیپورټ له ګواښ سره مخ کړي دي.

پاکستان له تېرو دریو کلونو راهیسې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې لا هم روانه ده او د اپریل له لومړۍ نېټې یې د "اې سي سي" یا افغان تابعیت کارت لرونکو ایستل هم پیل کړي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ، چې تر اوسه له پاکستانه شااوخوا یو میلیون افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России