لس میلیونه افغانان اکثر ښځې او ماشومان سختې خوارځواکۍ سره مخ دي
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه خلک د کافي خوړو د نشتوالي له امله له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د دې سازمان بېلابېلو ادارو تېره ورځ په یو ګډ خبري بیان کې زیاته کړې چې په دې هیواد کې شاوخوا ۹۰ سلنه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي او ۴۰ سلنه ښځې له خوارځواکۍ کړېږي.
