سپینه ماڼۍ: منځني ختیځ کې مو پوځیان ( په دفاعي حالت) کې دي
سپینه ماڼۍ وایي، په منځني ختیځ کې د دوی پوځیان په " دفاعي حالت" کې دي او دغه دریځ کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.
د فرانس پریس په وینا د سپینې ماڼۍ ویاند الکس فایفر د ټولنیزو شبکو په یوه پوست کې پرون دوشنبه ویلي " مونږ به له خپلو ګټو دفاع وکړو".
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا د نژدې متحد اسراییل او ایران ترمنځ نن د پيل شوې جګړې پنځمه ورځ ده.
امریکا په منځني ختیځ کې له لسیزو راهیسې د ۴۰ او ۵۰ زرو ترمنځ سرتیري لري چې د بحرین، مصر، عراق، اردون، کویټ، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ۱۹ اډو کې میشت دي.
