ټرمپ: تهران باید ژر تر ژره تخلیه شي، بل لورته اسراییل د ایران دولتي ټلویزیون ویشتی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دغه ښار تخلیه کړي.ټرمپ پر خپلې ټولنیزې پاڼې ( سوشل تروټ) لیکلي، اجازه نه ورکوي چې ایران اټومي وسلې ته لاسرسی پيدا کړي.ده ویلي، ایران باید اټومي هوکړه لاسلیک کړې وای.
