Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2025

عام افغانان؛ بانکونو د خلکو ترمنځ اعتماد له لاسه ورکړی دی او ځای حوالې نیولی دی

0

په داسې حال کې چې د پلازمینې کابل او ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، په افغانستان کې یې په بانکونو او خدمتونو یې اعتماد بایللی، د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان بانک ویلي، په خصوصي بانکونو کې یې د خلکو پر امانتونو او نغدي تضمینونو د محدویتونو کچه راټیټه کړې ده.

د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلویزیون د افغانستان بانک د مسئولینو په حواله ویلي، هغه کسان چې پر افغانیو حساب لري اوس د اونۍ ۳ لکه او ۵۰ زره او له ډالري حساب ۵ زره ډالر ایستلی شي.

دغه شان له شرکتي حسابونو څخه د ۲۰ سلنه پیسو ایستلو اجازه ورکړل شوې ده.

اقتصادي پوهان بیا وايي، د طالبانو حکومت باید خلکو ته باییلی اعتماد بیرته خپل او هغوی وهڅوي چې خپلې پیسۍ بانکونو ته وسپاري.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې چې مخکې یې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله خو پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته وزګاره شوې او نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل،

" مخکې به خلک بانکو ته ولاړ وو ورته به یې پیسې نه ورکولې، اوس بانکونه څه کړو. چې خلک د سبا او بیګاه ډودۍ ته حیران پاتې دي."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی او د یو خصوصي شرکت خاوند چې دا هم نه غواړي د ورته ستونې له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل،

" تر کومه چې د حکومت لوری معلوم شوی نه وي زما په نظر بیا به څوک بانکونو ته ولاړ نه شي، نه به خپلې پیسې جمع کړي په خپلو حسابونو کې، بانک سره راکړه ورکړه یوازې د دولتي مامورینو پاتې ده، چې معاشونه یې په دې بانکونو راځي او همغه اجرات کېږي، نور بانکونو سره د عامو خلکو یا پانګه والو راکړې، ورکړې دیرې کمې شوي او ډیری کارونه چې نن سبا کوم دي هغه د صرافیو له لاې کېږي. "

دوی وايي په افغانستان کې یې په بانکونو او خدمتونو یې اعتماد بایللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو تر کنترول لاندې ملي راډیو تلویزیون سه شنبه د غبرګولي په ۲۷ مه په خپله ویب پاڼه د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک د عمومي رئیس په حواله لیکلي، په خصوصي بانکونو کې یې د خلکو پر امانتونو او نغدي تضمینونو د محدویتونو کچه راټیټه کړې ده.

په خبر کې د نور احد اِغا په حواله راغلي، هغه کسان چې پر افغانیو حساب لري د اونۍ ۳ لکه او ۵۰ زره او د میاشتې یو میلیون، له ډالري حساب څخه بیا هره اونۍ ۵ زره او د میاشتې تر ۱۵ زره امریکایي ډالرو او دغه شان له شرکتي حسابونو د ۲۰ سلنه پیسو ایستلو اجازه ورکړل شوې ده.

داسې مهال چې مخکې دا اندازه کمه وه.

د ۲۰۲۱م په اګست کې د طالبانو له بیاواک ته رسېدو وروسته زرګونه خلک د خپلو پیسو د ایستلو لپاره بانکونو ته ورمات شول، خو طالبانو د دې لپاره چې بانکونه له پیسو تش نه شي، له بانکونو څخه د پیسو د ایستلو لپاره حدود وټاکل.

په پیل کې هیچا له خپل حسابه په اوونۍ کې تر ۲۰۰ ډالرو زیاتې پیسې نه شوای ایستلی، وروسته یې دا اندازه په اوونۍ کې ۳۰ زره افغانۍ یا ۴۰۰ ډالرو ته لوړه کړه او بیا دغه کچه د وخت په تېرېدو په تدریجي ډول ۶ سوه ډالر او بیا ۱۰۰۰ ډالرو ته لوړه شوه.

خو د ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد په میاشت کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان بانک اعلان وکړ چې له دې وروسته انفرادي بانکي حساب لرونکي کولی شي په اوونۍ کې د اویا زره افغانیو پر ځای اوس یو لک او پنځوس زره افغانۍ او میاشت کې ۵ لکه افغانۍ واخلي.

د اقتصادي چارو یو شمیر شنونکي له دې ډلې پوهاند بشر دودیال وايي، په بانکونو کې د خلکو شتمنۍ اوس یا نه دي پاتې یا کمي پاتې دي او ډېری ایستل شوي دي، چې دا د افغانستان اقتصاد ته د اندېښنې وړ خبره ګڼي.

ښاغلي دودیال ازادي راډیو ته وویل، " په بانکونو کې دومره شتمني د خلکو نه ده پانې، اوس که څومره هم اعلان وکړي، نشته دي، حتی هغه کمې کمې چې اجازه یې ورکوله، خلکو په همدې سره خپلې شتمنۍ ویستلې له بانکونو نه، ایله همدومره به پاتې وي، لکه دا اوس چې اجازه ورکوي چې وایې خلئ."

نوموړی ټینګار کوي، اوس چې د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله تیر شوي نه یوازې دا چې د پیسو اخیستلو او ایستلو تشویش باید رفع وي، د خلکو د اعتماد جوړونې لپاره باید لا کار وشي او هغوی وهڅول شي چې خپلې پیسۍ بانکونو ته وسپاري، ځکه په خبره یې دا سرمایه دوران کې لوېږي چې په ټوله کې د افغانستان د اقتصاد په ښه کېدو کې ډیر رول لري.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России