Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2025

نن د جون۲۳مه د کونډو میرمنو نړیواله ورځ ده، یو شمیر هغه ښځې چې د ژوند ملګری يې بایللي له اقتصادي ستونزو کړیږي

0

نن د جون ۲۳مه، د کونډو ميرمنو نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې یو شمېر کونډې میرمنې د خپلو ژوند له سختو شرایطو اندېښنه لري او وايي، اوس مهال له بدو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

زهرا يوه کونډه ميرمن ده چې په کابل کې ژوند کوي. هغه وايي، د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته یې ژوند له ګڼو ستوتزو سره مخ دی.

د جون ۲۳مې، د کونډو میرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت، نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې څو کاله وړاندې یې خاوند د کابل د زنبق څلورلارې کې انتحاري برید کې ووژل شو.

زهرا، چې تېر جمهوري نظام کې په دفاع وزارت کې کار کاوه، اوس بېکاره ده.

دا وايي، هیڅ ګټه، وټه نه لري او له خپلو دوو لوڼو سره په یوه کرایه شوي کور کې ژوند کوي.

"خاوند مې په یوه انتحاري حمله کې شهید شو، زه بې‌روزګاره یم، هیڅ سرپرست نه لرم، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یم د کور ټول لوښي مې پلورلي، هیڅ نه لرو، همدا اوس هم د کور مالک راغلی و، کرایه یې غوښته، خو موږ هیڅ نه لرو، ویل یې که کرایه نه شئ ورکولای، کور خالي کړئ،حیران یو چې څه وکړو."

یوه بله کونډه میرمن نسرین چې مخکې یې په کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې یې دنده درلوده، خو له تېرو دریو کلونو راهیسې له دندې ایستل شوې، وايي چې د اوه کسیزې کورنۍ سرپرستي ور پر غاړه ده.

نوموړې هم ازادي راډیو ته وویل،

"خپله د کور سرپرسته یم، لوڼې مې ټولې بې‌کاره دي، په بېلابېلو کورونو کې په ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانیو کار کوم، خو ستونزې ډېرې زیاتې دي، ډېر بد وضعیت سره مخ یو، هیڅ نه پوهېږم څه وکړم."

په ورته وخت کې، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم د افغانستان د ښځو، په ځانګړي ډول د کونډو مېرمنو ژوند د اندېښنې وړ بولي.

له ډلې یې رقیې ساعي ازادي راډيو سره خبرو کې د دې ميرمنو په ملاتړ ټینګار وکړ.

"کونډې مېرمنې چې د کورنۍ سرپرستانې دي، له بده مرغه له بدترین وضعیت سره مخ دي. دوی له ټولو انساني حقونو بې‌برخې دي. په افغانستان کې نه د کار زمینه برابره ده، نه هم دوی ته د کار اجازه شته، نو له همدې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي."

نن د جون ۲۳مه د کونډو مېرمنو نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو په دې مناسبت په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې:

"د ډېرو مېرمنو لپاره د خپلو مېړونو له لاسه ورکول، د بنسټیزو حقونو او د انساني وقار د ساتلو لپاره د یوې ستونزمنې لارې پیل دی."

ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې د جګړو، کډوالۍ، د نارینه‌وو ورکېدو، او د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله په لکونو مېرمنې په وروستیو کې کونډې شوې دي، چې اړتیاوو او غوښتنو ته یې باید رسېدنه وشي.

په ورته وخت کې، د ټولنیزو چارو یو شمېر کارپوهان د افغانستان د کونډو مېرمنو د ستونزو د حل لپاره، د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او پیاوړي کولو ټینګار کوي.

له دغو کارپوهانو څخه، عبدالرازق عدیل، ازادي راډیو ته وویل:

"په افغانستان کې له بده مرغه، د کونډو مېرمنو ژوند له ژور انساني بحران سره مخ دی. لسیزې جګړې، دودیزه ټولنه او د دولت نه ملاتړ د دوی د ستونزو ستر لاملونه دي. باید د دوی لپاره د حرفوي زده کړو پروګرامونه برابر شي، کاري زمینه ورته مساعده شي، څو دوی له ستونزو خلاص شي."

نږدې دوه کاله وړاندې، د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارړ وزارت ویلي وو چې دوی سره ۸۰ زره کونډې مېرمنې او لږ تر لږه ۳۵۰ زره یتیمان ثبت دي، او هڅه روانه ده چې د ښه ژوند لپاره ورسره نغدي مرستې وشي.

خو یو شمېر بنسټونو مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د کونډو مېرمنو شمېر تر دې هم زیات دی.

د کونډو مېرمنو نړیواله ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې تر دې مخکې، ډیری کونډو میرمنو په بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو کې دندې درلودې، خو د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو پر کار محدودیتونه لګېدلي، او دوی له دندو بې‌برخې شوې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России