Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2025

د هوا په ګرمیدو سره په ماشومانو کې ساري ناروغۍ خپرې شوي، خلک د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالي ته اندېښمن دي

0

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې یو شمېر کورنۍ وایي، د هوا د ګرمېدو له امله یې ماشومان په مختلفو ناروغیو اخته شوي دي.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنه وښوده چې د امکاناتو له کمښت سره هم مخ دي او کلنیکونو او عاجلو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د کندهار ولایت اوسېدونکی عبدالغفار وايي، څلور کوچني لمسیان یې د شدیدې ګرمۍ له وجې له خولې او لمنې شوي، د ستوني درد او تبه هم لري.

ده ازادي راډیو ته وویل، "اته کلن، شپږ کلن او پنځه کلن لمسیان مې ناروغان دي، روغتونونو ته مو وړي، له پزو یې وینې بهېږي، ستوني درد او نس ناستی په غټو انسانانو هم لګېدلی خو تر لسو کلونو کوچنیان یې ټول نیولي دي، له خولې او لمنې دي، روغتونونو او کلینیکونو ته په اسانه د چا لاسرسی نشته چې ورشې، درمل درته لیکي هغه په بازار کې ډېر قیمته دي د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی اخیستلی یې نشي."

د اروزګان ولایت اوسېدونکی شفیع الله هم ورته اندېښنه مطرح کوي او وایي چې په ماشومانو کې دا ناروغۍ دومره زیاتې شوي چې یو ځایي کلینیک کې هم پر کټونو ځای نشته.

ده ازادي راډیو ته زیاته کړه.

"یو څه موده مخکې مې خپل یو ماشوم چې سینه بغل و، روغتون کې د یوې اونۍ لپاره بستر کړ، چې کور ته یې راوړ، هلته شري نیولی و، دا یوازې زما ماشوم نه بلکۍ ډېر نور داسې پېښ شوي، ځکه چې هلته د هرې ناروغۍ جلا بسترونه نشته اوهلته ګڼه ګوڼه ډېره ده، ماشومانو ته یو له بله نورې ساري ناروغۍ ور انتقالېږي."

د هلمند ولایت اوسېدونکي ګلاب شاه هم ازادي راډیو ته وویل چې د هلمند بُست روغتون کې ماشومان هم له ورته حالت سره مخ دي.

دا شکایتونه او اندېښنې یوازې د افغانستان له سویلي ولایتونو نه دي، بلکې د هېواد ختیځ کونړ او ننګرهار کې هم مطرح دي.

د کونړ ولایت اوسېدونکي حاجي کامل او د ننګرهار ولایت اوسېدونکي خیبر خان ازادي راډیو ته وویل،

"دلته ډېری ماشومان په شدیدو تبو، ستوني درد، او سینه بغل اخته دي، خلک وېرېږي چې که داسې وضعیت چې روغتونونو کې درمل نشته، دوام وکړي ښایي د ماشومانو د مړینې کچه لوړه شي."

"زموږ سیمه کې هوا ډېره شدیده ګرمه ده، ماشومان مو ځینې اسهال، ځینې جل وهلي، تبې کوي ځینې کانګې کوي، دلته مېکروبي ناروغۍ زښته زیاتې او سیمه کې مو روغتیایي اسانتیاوې محدودې دي."

روغتیايي امکاناتو او خدمتونو ته د خلکو د نه لاسرسي دا شکایتونه او اندېښنې داسې مهال دي چې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا) ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډېدو له امله د فبروري میاشتې تر پایه په افغانستان کې ۱۸۸ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې نېږدې ۱۶ ملیونه کسان یې اغیزمن کړي دي.

د راپور په ټکو، د دغو مرکزونو له تړل کېدو وروسته، شاوخوا ۱۷۰۰ ښځینه روغتیايي کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

روغتیا پالان هغو کورنیو ته چې ډاکټرانو، روغتیايي امکاناتو او خدمتونو ته یې لاسرسی کم دی ځینې اړینې روغتیایي سپارښتنې لري.

له دې ډلې د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر شعیب ازادي راډیو ته وویل،

"ماشومانو ته اوبه ورکړئ او د بدن د اوبو توازن یې باید وساتل شي، ماشومانو ته باید نازکې نخي او کاټن جامې چې په اسانې ترې هوا ووځیي واغوستل شي، که ماشومانو کې د تبې او ویروسي ناروغیو نښې ولیدل شي چې څومره ژر کېږي ځایي روغتیایي مرکز ته دې انتقالشي."

ډاکتر شعیب وایي، دا کورنۍ ماشومانو ته «او ار اس» یا کورني سیرن هم جوړلی او ورکولای شي.

«او ار اس» ایشول شویو تړمو اوبو کې د مالګې او بورې ترکیب دی، چې د روغتیا پالانو په خبره تر ډېره بریده د ماشومانو د مختلفو ویروسي ناروغیو وقایه کولای شي.

افغانستان کې د هوا په ګرمېدو سره د کورنیو له خوا د ماشومانو تر منځ د ناروغیو د زیاتېدو خبره داسې مهال کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو، ایچ، او) او همکارې ادارې یې «د روغتیا نړیوال کلستر» هم د جون په ۱۹مه په یو ګډ خپور کړي راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې له دې امله ساري او عفوني ناروغۍ لکه شری او ملاریا زیاتې شوې دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России