د طالبانو له بندیز سره سره کابل کې چرګان جنګول کېږي
وهه او مه پرېږده دا هغه چغې دي چې د کابل د چرګانو په جنګونو کې ډېر تر غوږو کېږي.
د چرګانو د جنګونو شوقیان د طالبانو له بندیزونو سربېره کلنګي او جنګي چرګان یو بل سره مخ کوي
چرګان یو بل ډېر ژوبلوي، سترګې، مشوکې، بڼکې، وزرې، لاس او پښې ماتوي. وینې ترې بهیږي. ځینې یې ان له ډېرو ټپونو مري خو د چرګانو د جنګونو شوقیان ترې خوند وړي. د اسوشیتید پریس عکاس کابل کې د چرګانو د جنګونو څو انځورونه اخیستي چې تاسو یې کتلی شئ
