امریکا ته د کډوالۍ کیس لرونکي افغانان سرګردانه او بې برخه لیکه حالت کې دي
په پاکستان کې میشت د ( پي یو) او ( پي ټو) کیس لرونکي وايي متحده ایالاتو ته د دوی د لېږد پروسې په ټپه درېدو سخت اندېښمن کړي دي.
دوی وايي د دغه پروسې له ځنډ شاوخوا اته میاشتې تیریږي خو د بیا پیل هیڅ څرک یې نشته او دوی هم په پاکستان کې له ګڼو ستونزو او ناڅرګند وضعیت سره مخ دي.
