مرګونې زلزلې کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ ماشومان هم مړه دي
د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سیف ده چلډرن) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله نږدې ۱۲۰۰ ماشومان مړه شوي چې دا د ټولو قربانیانو له نیمایي ډیره برخه جوړوي.
دې بنسټ د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه خپور کړی راپور کې لیکلي چې په دې مړو کې له ۵۰۰ څخه ډیرې نجونې او ۶۵۰ هلکان شامل دي.
د کونړ ولایت د زلزله ځپلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي چې په دې پېښه کې یې ماشومان مړه شوي، وايي چې دوی اوس مهال د زلزلې له امله د ټپي شویو ماشومانو په اړه اندیښمن دي.
