د غزې پر ښار د اسراییلي پلیو ځواکونو عملیات روان دي
فرانس پریس اژانس د اسراییل د یوه پوځي چارواکي په وینا خبر ورکړ چې اسراییلي پلیو ځواکونو تیره شپه پر غزه ښار عملیات پيل کړې دي.د دغه اسراییلي چارواکي په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، فرانس پریس اژانس راپور ورکړ چې د اسراییل پوځ د غزې تړانګې د دغه تر ټولو ستر ښار د مرکز په لور د پرمختګ په حال کې دی.اسراییل وایي چې د غزې ښار ترمځکې لاندې د حماس اصلي مرکز دی.حماس امریکا او اروپایي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پيژني.
