Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2026
1 2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په "افغانستان کې بند پاتې ۳۰۶ پاکستانيان خپل هېواد ته ستانه شوي" دي

0

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي په افغانستان کې د اکتوبر په میاشت کې د لارو بندیدو له وجې هلته بند پاتې ځيني پاکستانيان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په اسلام اباد کې د بهرنيوو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي د جنورۍ په لومړۍ نېټه يوې خبري غونډې ته وويل چې په هغو کسانو کې ۱۵ زده کوونکي شامل دي. د هغه په وينا هغو پاکستانيانو په کابل کې له پاکستاني سفارت سره تماس کړی وو او غوښتل یې چې خپل ملک ته ستانه شي.

پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۲مه، تر هغه وروسته وتړلې چې پاکستاني پوځيانو او د طالبانو د حکومت ځواکونو له يو بل سره نښتې وکړې. د پاکستان حکومت وايي، لارې ځکه نه خلاصوي چې د دوی په وینا، په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت دا ضمانت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه استعمالېږي.

خو د طالبانو حکومت وايي چې پاکستان بايد لارې د سیاسي فشار لپاره ستعمال نه کړي. د طالبانو د حکومت دریځ دی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي او په پاکسنان کې ناامني د هغه هېواد کورنۍ مسله ده چې په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د ۲۰۲۵ کال د دیسمبر پر ۲۸مه، په کابل کې په يوه غونډه کې وويل چې له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي. د هغه په وينا نه غواړي افغانستان د هيچا پر ضد وکارېږي، حکومت یې سیمه ییز امنيت ته ژمن دی او د نورو هېوادونو لپاره د امن پيغام لري.

خو اندرابي وايي چې د طالبانو بیانونه کافي نه دي. هغه د خپلې خبري غونډې په مهال وويل چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته داسې عملي ضمانتونه غواړي چې له مخې یې په پاکستان کې وسله وال بریدونه بند شي. نوموړي دا خبره پخوا هم کړې وه چې په ځواب کې یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنيوو چارو وزير امير خان متقي ويلي وو چې پاکستان داسې غوښتنې لري چې پوره کول یې ممکن نه دي.

اندرابي د دیسمبر پر لسمه په کابل کې د ديني عالمانو يوه غونډه هم مثبت پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې د طالبانو د حکومت په سرپرستۍ کې هغې غونډه کې ګډونوالو په جاري کړې اعلاميه کې ويلي وو چې له افغانستانه بهر بايد څوک د نظامي فعاليت لپاره ولاړ نه شي. د اعلامیې تر مخې، "د اسلامي امير د حکم پرته هېڅوک په بل هېواد کې د نظامي فعاليت جواز نه لري".

په کابل کې د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان دا دعوه رودوي چې هغه وسله واله په افغانستان کې ځایونه لري. ټي ټي پي وايي، وسلوال یې په قبايلي سیمو کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري. بلخوا د افغان طالبانو حکومت پر پاکستان تور پورې کوي چې داعش وسله وال په هغه ملک کې خوندي ځايونه لري او له هغه ځايه په افغانستان کې حملې کوي خو اسلام اباد دا ردوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ، د لارو بندیدو له وجې د دیسمبر پر ۳۱مه، تورخم ته رسېدلي د ملګرو ملتونو هغه ټرکونه لا هم هلته ولاړ دي چې بشري مرستې یې بار کړي دي. اندرابي خبریالانو سره خبرو کې دعوه وکړه چې پاکستان د ډبليو اېف پي هغو ۹ ګاډو ته اجازه ورکوي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت اخوا ته نه دې ورپرېښي. تر اوسه طالب چارواکو او ډبليو اېف پي په دې اړه څه نه دي ويلي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России