له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو لویه اندېښنه؛ له اساسي خدماتو پرته سوړ او وژونکی ژمی
د بېپولې ډاکترانو سازمان (ایم،ایس، ایف) وايي، له لومړنیو اساسي خدمتونو پرته به، ژمی له پاکستان څخه راستنو شویو افغانانو ته د یوه «خاموشه قاتل» په څېر وي.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، دا کډوال روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي؛ چې ژوند ته یې جدي ګواښ دی.
په ورته وخت کې افغانستان ته یو شمیر تازه ستانه شوي کډوال هم وايي چې د هوا سړېدو د دوی ستونزې لا ډېرې کړې او په ډېر خراب وضعیت کې دي.
