هرات کې د ریکشاوو په تګ راتګ محدودیت څه ستونزې رامینځ ته کړي ؟
هرات کې د ترافیکو ادارې له خوا د ښار په ټولو واټونو کې پر درې څرخي وسایطو یا ریکشو بندیز لګولو وروسته، یو شمیر ریکشا چلوونکي وايي چې دوی د عاید یوازینۍ سرچینه له لاسه ورکړې ده.
دوی وايي چې اوس په دې سوړ موسم کې نه پوهیږي چې د خپلو کورنیو لپاره څنګه نفقه وګټي.
