Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

امېنه محمد؛ نړۍ باید د افغان ښځو پر وضعیت چوپه پاتې نشي

0

د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو د نقض په وړاندې د غبرګونونو په دوام تازه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد په دې هېواد کې د ښځو وضیعت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.

هغې ویلي نړۍ باید د دې موضوع په وړاندې غلې پاتې نه شي.

اغلې محمد یکشنبه د جنوري څلورمه په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په یو بیان کې لیکلي "په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د زده کړو، کار، امنیت او ازاد تګ راتګ په ګډون له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې او له سختو محدودیتونو سره مخ دي؛ نړۍ باید په دغو سرغړونو سترګې پټې نه کړي".

په همدې حال کې یو شمېر افغان ښځې وايي طالبان نه یوازې د ښځو د حقونو نقض ته دوام ورکوي، بلکې د افغانستان راتلونکی یې یرغمل کړی او اوس مهال دا هېواد د ښځو لپاره په زندان بدل شوی دی.

د پلازمېنې کابل یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل،

"طالبانو نه یوازې د افغانستان د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې د افغانستان ټول راتلونکی یې یرغمل کړی دی، دوی د ښځو د زده کړو او کار په ګډون د عامه ژوند ټولې برخې محدودې کړې دي، داسې مهال چې د افغانستان خلک له فقر، بې وزلۍ او بې کارۍ سره مخ دي، خو دلته هره ورځ د بشري حقونو نقض دوام لري."

د ختیځ ولایت ننګرهار یوې مدني فعالې هم د نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل طالبان به تر هغه وخته خپلو دې کړنو ته دوام ورکوي تر کومه چې نړیواله ټولنه یې په وړاندې جدي نه شي.

"د طالبانو له لوري به دا ظلم تر هغه وخته روان وي تر کومه چې نړۍ وخت ورکوي، دوی د ښځو د کار او زده کړو مخه نیولې او نړۍ هم په دې حالت غلې ده، د نړیوالې ټولنې همدا چوپتیا طالبان لا زړور کړي او خپلو محدودیتونو ته یې دوام ورکړی دی."

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ضد عملي ګامونه واخلي تر څو دغه ډله د بشري حقونو نقض پای ته ورسوي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسئله په تېرو څلورو کلونو کې یو له ګرمو موضوعاتو ده.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واک وروسته د زده کړو او کار په ګډون په ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د تېرې ډسمبر په ۱۰مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او بشري کړکېچ د شدیدې اندېښنې وړ وباله او د طالبانو د سیاستونو د بدلون غوښتنه یې وکړه.

په دې ځانګړې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) سرپرستې جورجت ګاګنیون وویل، ښځې او نجونې په افغانستان کې لا هم د زده‌کړې او د عامه ژوند له ډېرو برخو محرومې دي او که څه هم د افغانستان امنیتي وضعیت ظاهراً ارام ښکاري، خو خلک له شدیدې بې وزلۍ سره مخ دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو حقونه خوندي کړي، خو د طالبانو دا ادعا د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون د بشري حقونو د ګڼو بنسټونو او دیني عالمانو له لوري ننګول شوې ده.

دغه بنسټونه د نجونو په زده کړو او کار بندیز له اسلامي نسوسو د طالبانو خپل تعبیر بولي او وایي، پر نارینه او نجونو دواړو دیني او عصري علوم فرض دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России