Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان: د روان کال تر فبرورۍ پورې به افغانستان وچ ژمی تجربه کړي

0
په افغانستان کې د پرلپسې وچکالۍ او د اقلیمي بدلون د پایلو په اړه د اندېښنو په دوام د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف، اې، او) خبرداری ورکړی چې په دې هیواد کې په روان ژمې کې د واورې او باران غیر معمول ټیټه کچه به په راتلونکو میاشتو کې د اوبو په سرچینو ، کرنه او د خوراکي توکو په خوندیتوب جدي اغیز وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په دې درې میاشتني راپور کې چې چهار شنبه د جنوري په ۷مه نېټه د دې سازمان په اېکس پاڼه خپور شوی د تیرکال له ډسمبره د سږکال د فبروري تر وروستیو د خاورې رطوبت کم اټکل شوی، ځکه چې کافي ورښتونه نه دې شوي او نه کیږي.
په راپور کې راغلي چې دې موده کې به افغانستان تود او وچ ژمی تجربه کړي.
د راپور له مخې، په غرونو کې د واورې اندازه په تیرو ۲۵ کلونو کې خپلې ټیټې کچې ته رسیدلې، چې دا د اندېښنې وړ ده، ځکه اوبه شوې واوره په پسرلي کې د رودونو او ځمکو د پڼه کولو په ځانګړې ډول د غنمو د کروندو د اړتیا وړ اوبو لویه برخه جوړوي.
راپور خبرداری ورکوي چې دوامداره وچکالي کولی شي د للمي غنمو کښت وځنډوي، د حاصلاتو کچه راټیټه کړي، څړځایونه کمزوري او څاروي زیانمن کړي.
د راپور پر بنسټ د افغانستان په ډېرو سیمو کې لا د باران او واورې اندازه له منځنۍ کچې کمه ده او دا تمه هم نشته چې د ژمې تر پایه دا کمښتونه په بشپړ ډول جبران شي.
په همدې حال کې یو شمېر افغانان په ځانګړي ډول بزګران وايي دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي دي.
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ یوه بزګر محمد اغا ازادي راډيو ته وویل:


"سږ کال هیڅ باران نشته، سره له اوسه مالومیږي چې دا ژمی بې بارانه دی، د تېر کال غوندې په غرونو هغسې واورې هم نه دي شوي، هوا ډېره ککړه ده، هر کور کې ماشومان او لویان ناروغان پراته دي، موږ سر له اوسه د راتلونکې فصل لپاره اندېښمن یو، ځکه که په غرونو لکه پاس د هسکې مینې په غرونو واورې ونه شي نو دلته لاندې به اوبه له کومه راشي، بس الله دې خپل رحم وکړي."
د پلازمینې کابل د ده سبز ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وزیر ګل ازادي راډيو ته وویل چې د وچ ژمي او د باران د نه کېدو له امله د دوی په سیمه کې بیلابیلې ناروغۍ زیاتې شوي دي.
"بارانونه نشته، یو ډول وچه یخني ده چې سم انسان خرابوي، ماشومان ناروغان دي، بې کاري او بې وزلۍ زیاته ده، موږ ولاکه دومره وسه لرو چې د خونو د ګرمېدو لپاره لرګي واخلو، وضعیت ډېر خراب دی."
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له سختې وچکالۍ سره مخ دی.
د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په یو راپور کې ویلي وو چې په تیرو پنځو کلونو کې پرلپسې وچکالۍ د افغانانو ژوند ګواښلی دی، او ۲۰۲۵ کال په تیرو ۵۰ کلونو کې د تر ټولو سخت وچ کال په توګه ثبت شوی دی.
اوچا د تېرې دسمبر په وروستیو کې په یو جلا راپور کې ویلي چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه وي.
په راپور کې راغلي وو چې کلونو جګړې، کمزوری اقتصاد، په بنسټیزو خدمتونو کې د پانګونې کموالی او د وګړو د حقونو پرله‌پسې محدودېدو، په افغانستان کې د ډېرو خلکو د مقابلې توان سخت کمزوری کړی دی.
د راپور په ټکو، دا فشارونه اوس د خوړو د ناامنۍ له زیاتېدو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخې ستنېدنې، د اقلیمي بدلون له امله وچکالۍ او پرله‌پسې طبیعي پېښو سره یو ځای شوي او وضعیت یې لا پېچلی کړی دی.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России