Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د طالبانو حکومت: په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسې فعالې دي او ورته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

0

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت د شاوخوا ۲۱ زره دیني مدرسو د فعالیت، ورته د ځانګړې پاملرنې او په دغو مدرسو کې د میلیونو کسانو د زده‌کړې اعلان وکړ، یو شمیر افغانان وایي، که څه هم دیني زده‌کړه مهمه ده، خو عصري زده‌کړو ته د نجونو او هلکانو له بشپړ لاسرسي پرته به د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ شي.

د کابل یو اوسېدونکی، چې د دوو زامنو پلار دی او د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:

"غوښتل مې چې ماشومان مې په ښوونځي کې زده‌کړه وکړي او ډاکټران او انجنیران شي، خو اوس ښوونځي سم نه دي، نصاب روښانه نه دی، ښوونکي کم شوي دي او هېڅ پاملرنه نه کېږي. مجبور شوم خپل زامن دیني مدرسې ته ولېږم، داسې نه چې نه غواړم عصري علوم زده کړي، بلکې دې لپاره چې بله لاره نه لرو. زه د هغوی د راتلونکې په اړه تشویش لرم؛ په دې ډول زده‌کړو سره معلومه نه ده چې راتلونکی به یې څه وي."

د کابل یوې اوسېدونکې هم چې له عصري زده کړو بې برخې ده او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې اوس یې دینې زده کړو ته مخه کړې ده.

نوموړې د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

" زما په نظر د افغانستان غوندې په یو هیواد کې د دینې علومو پراختیا ښه او د خلکو د خوښې وړ کار دی، خو دا هر ګز نه شي کولای د ښوونځیو او عصري علومو ځای ونیسي، ځکه اوس مهال نړۍ په ډېرې تیزې سره پرمختګ کوي او د دې پرمختګ لپاره یوازې دینې علوم بسنه نه کوي لازمه ده چې عصري علومو ته پام واړول شي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تازه اعلان کړی چې اوس مهال په ټول افغانستان کې د دوی د پوهنې وزارت تر څار لاندې ۲۱ زره دینې مدرسې فعالیت کوي او ورته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، دوشنبه د جنورۍ ۱۲مه په کندهار کې په یوه دینې مدرسه کې د وینا پر مهال وویل چې په دې مدرسو کې نږدې دوه نیم میلیونه کسان د دیني علومو په زده کړو بوخت دي.

نوموړي دغه شان ادعا وکړه چې عصري زده کړو ته هم پام شوې او په خبره یې ۱۲ میلیونه زده کوونکې په ښوونځیو کې عصري علوم زده کوي او ښوونیز نصاب هم اصلاح شوی دی.

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د عصري زده کړو دروازې تړلي چې له امله یې ګڼو نجونو د د زه کړو لپاره دینې مدرسو ته مخه کړې، خو د روان کال په زمري میاشت کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې د نجونو پر مخ ځینې دینې مدرسې هم تړل شوي دي.

په همدې حال کې د زده کړو د برخې یو شمېر فعاله خبرداری ورکوي چې عصري علومو ته له متوازنې پاملرنې پرته یوازې په دینې مدرسو او مذهبي بنسټونو تمرکز کولای شي د ځوان نسل او هیواد په راتلونکې منفي اغیز وکړي.

د پوهنتون استاد او د اسلامي عالمانو د نړیوالې ټولنې غړي ډاکتر فضل هادي وزین چهارشنبه د جنورۍ ۱۴ ازادي راډيو ته وویل:

"دا سمه ده چې ټولنه دینې عالمانو ته هم اړتیا لري خو په پراخه اندازه د دینې مدرسو جوړول د افغانستان په زیان دي ځکه ځوان نسل او زده کوونکي له نورو اړینو تخصصي زده کړو پاتې کوي، دا نه له شرعي اړخه سم کار دی او نه هم له عقلي اړخه، او نه هم د افغانستان له واقعي اړتیاوو سره سمون لري. "

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت یو کال وړاندې اعلان کړی و چې له ازموینو وروسته به ۲۶ زره د دیني مدرسو فارغانو او دیني علماوو ته د لیسانس او ماسټرۍ سندونه ورکړي.

دغه وزارت ویلي وو چې د دینې مدرسو ۱۵زره طالبان به د «عالمیه» او ۱۱ زره نور د «عالیه» سندونه سند ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د ښوونکو او درسي موادو د کمښت له امله نه شي کولای په مناسب ډول په ښوونځیو کې زده‌کړه وکړي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د پوهنې او لوړو زده کړو له نصابه ځینې ساینسي مضامنین حذف شوي او پر ځای دیني هغه زیات شوي دي.

له دې وړاندې، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په پرله‌پسې ډول خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه او په افغانستان کې د دیني مدرسو پراختیا کولای شي د افراطیت د پیاوړتیا لامل شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بېنېټ، ویلي، د طالبانو هغه تګلاره چې دیني مدرسو ته تمرکز زیاتوي او عصري زده‌کړې محدودوي، کولای شي د افراطي افکارو بنسټ کېږدي.

د راپورونو له مخې، د تیر جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره دیني مدرسې فعالې وې، چې له دې ډلې یوازې ۱۲۰۰ مدرسې د پوهنې وزارت سره ثبت شوې وې.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России