څلور ستورمزلي بیرته مځکې ته ستانه شول
د نړیوال فضايي سټیشن څلور عمله نن پنجشنبې سهار مهال د ارام سمندر له غاړې سره راښکته شول.دا کسان وروسته له هغه مځکې ته ستانه شول چې د یوه ستورمزلي صحت خراب شو.د امریکا فضایي مرکز( ناسا) د دې ستورمزلیو د ستنیدو تصویرونه خپاره کړي.مایک فینکه او زینا کاردمن امریکایان دي، اولیګ پلاتونوف روسی دی او کیمیا یوی د جاپان دی، دوی ټول نن د امریکا د سان دیاګو له سمندرغاړې سره له فضا راښکته شول.
