Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په جلال اباد او هرات ښار کې د رکشاوو پر چلولو محدویدت وضع شوی

0

په هرات ولایت د رکشاوو په فعالیت د محدودیتونو تر لګېدو وروسته، د ننګرهار ولایت د ترافیکو ریاست هم په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې د رکشاوو فعالیت محدود کړی او د فعالیت لپاره یې ځانګړي مسیرونه ورته ټاکلي دي.

خو دې اقدام په ننګرهار کې یو شمیر رکشا چلوونکي اندېښمن کړي دي.

د جلال اباد ښار یو رکشا چلوونکی چې د خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ مشري هم کوي وايي، چې د ننګرهار د ترافیکو ریاست لخوا د رکشاوو پر فعالیت له دوه ورځو راهیسې د محدودیت له امله یې ګټه ډیره کمه شوې ده.

ده د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرېدو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"ما د کور ځینې وسایل خرڅ کړل او ریکشا مې پرې واخیسته، چې ماشومانو ته مې یوه مړۍ حلاله ډودۍ پیدا کړم خو له دوو ورځو راهیسې یې د ریکشاوو پر فعالیت محدودیت لګولی، مخکې مې که د ورځې ۵۰۰ افغانیو ګتلې اوس ۱۰۰ افغانیو ته راټیټې شوي، کار او بار کاملاً بند شوی او د کورنۍ اقتصادي ستونزې مو هم زیاتې شوې دي."

په ورته وخت کې، د جلال اباد ښار یو شمیر اوسیدونکي هم له دې درکه اندیښمن دي.

د دې ښار یو اوسیدونکی شفیق وايي، ریکشا د دوی لپاره د ترانسپورت ارزانه او د لاسرسي وړ اسانه وسیله وه:

"ریکشا زموږ لپاره اسانتیا وه، ځکه چې کمې پیسې اخیستې . کله چې به له یوه ځایه بل ځای ته تلو، له ۴۰ تر ۵۰ افغانیو پورې به مو ورکولې، خو ټکسي تر ۱۵۰ افغانیو پورې اخلي. کله چې به مو ناروغ روغتون ته انتقالاوه، ۵۰ افغانۍ به مو ورکولې، خو اوس ټکسي کې باید ۲۰۰ افغانۍ ورکړو. دا یوه جدي ستونزه ده."

په هرات کې د طالبانو د حکومت د ترافیکو ادارې هم اعلان وکړ چې د ښاري نظم د کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د شنبې له ورځې «۱۳ جدی» څخه وروسته، په ښار کې د ټولو اسناد لرونکو او بې اسنادو ریکشاګانو تګ‌راتګ منع دی.

مخکې په هرات کې د ریکشاوو ځینو چلوونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې د طالبانو حکومت د ریکشاګانو په تګ‌راتګ په بندیز سره د دوی د ګتې، وټې یوازېنی سرچینه هم پرې نیولی ده، خو اوس د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د چهارشنبې له ورځې راهیسې ریکشاګانې په محدود ډول او په فرعي سړکونو کې فعالیت کوي.

د هرات ولایت یوې اوسېدونکې نارون ناردان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په هرات کې د ریکشاګانو تګ‌راتګ په اصلي سړکونو او ځینو فرعي لارو کې منع شوی، خو بیا هم په ځینو فرعي سړکونو کې موندل کېږي. زیاتره هغه لارې چې خلک, به پرې له ریکشا څخه استفاده کوله همدا اصلي سړکونه وو او ارزانه هم تمامېده، خو اوس ستونزې ډیرې دي، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره."

د جلال‌اباد او هرات ښارونو یو شمېر اوسېدونکي، که څه هم د طالبانو د حکومت د دې اقدام هرکلی کوي او وايي چې په دې سره په واټونو ګڼه‌ګوڼه کمه شوې، خو ټینګار کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره باید د ښاري ترانسپورت سیستم فعاله شي، تر څو خلک له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ نه شي.

په هرات ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه‌ییزو مسوولینو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ، خو د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ازادي راډیو ته وویل چې دا اقدام د ښار د نظم د رامنځته کولو لپاره شوی او د ریکشا چلوونکو ته ځانګړي مسیرونه ټاکل شوې دي:

"د دې کار موخه د ښاري نظم ټینګښت، د عامه تګ‌راتګ خوندیتوب او د بې‌نظمۍ مخنیوی دی. له ټولو ریکشا چلوونکو غوښتنه کېږي چې له امنیتي او ترافیکي ادارو سره همکاري وکړي او قانون ته ژمن وي."

دوه کاله وړاندې د طالبانو د حکومت سرپرست کابینې هم د دوی کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې وه، تر څود ریکشاګانو د وارداتو او ښارونو کې یې د ګرځېدو، راګرځېدو د کنټرول لپاره یو طرحه جوړه کړي او پایله یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

اوس، له دوو کلونو وروسته، داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت د ښاري ستونزو د حل او د سړکونو د نظم د ټینګښت لپاره، په ځینو ولایتونو لکه هرات او ننګرهار کې د ریکشاګانو د فعالیت د کنټرول پرېکړه کړې ده.

ریکشا یو کوچنی ترانسپورتي وسیله ده چې کارول یې ارزانه او اسانه دي، د خلکو په ورځني ښاري ترانسپورت کې مهم رول لري او افغانستان کې د ډېرو کورنیو لپاره د ګټې، وټې او یو مړۍ ډودۍ پیدا کولو سرچینه هم ده، چې په ځانګړي ډول پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو او د بیکارۍ تر پراختیا ورسته ورته مخه ډیره شوې ده.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России