Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

نن د افغانستان تر نیمایي په ډیرو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

0

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست نن د افغانستان په اتلسو شمال ختیځو ، شمالي ، شمال لویدیځو، مرکزي ،او جنوب لویدیځو ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.

بدخشان ، تخار، کندز، بغلان ،سمنگان، پروان ،بلخ ،فاریاب، سرپل، جوزجان ،بادغیس، هرات، فراه ،غور، هلمند، دایکندی، اروزگان او بامیان ولايتونو کې د واورې تېز باران تالنده بریښنا او تیزو بادونو اټکل شوی دی.

دباران کچه په بیلابیلو سیمو کې له (۱۰) څخه تر (۳۰) ملي متره او د واورې کچه له (۱۰) څخه تر (۳۵) سانتي مترو پورې اټکل شوې.

همدارنگه به مرکزي ولايتونو کې د سالنګونو په شمول د تېزو بادونو اټکل شوی چې د سرعت کچه يې له (۵۰) څخه تر (۹۰) کیلو متره په ساعت کي اټکل شوې.

بلخوا له پيښو سره د مبارزې د امادګۍ ملي ریاست د یادو ولایتونو له اوسېدونکوغوښتي چې د سیندونو له غاړو او هغو سیمو چي د سیلاب خطر پکښي احساسیږي له نږدې کېدو ډډه وکړي، او لازم تدابیر ونیسي او عملي یې کړي.

د وریا ددغې څپې اټکل په داسې حال کی شوی چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان) (FAO په دې وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې په روان ژمې کې د واورې او باران غیر معمول ټیټه کچه به په راتلونکو میاشتو کې د اوبو په سرچینو ، کرنه او د خوراکي توکو په خوندیتوب جدي اغیز وکړي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې په خپل درې میاشتني راپور کې چې چهار شنبه د جنوري په ۷مه نېټه یې په اېکس پاڼه خپور کړ د تیرکال له ډسمبره د سږکال د فبروري تر وروستیو د خاورې رطوبت ځکه کم اټکل کړی چې کافي ورښتونه نه دې شوي او نه کیږي.

په راپور کې راغلي چې دې موده کې به افغانستان تود او وچ ژمی تجربه کړي.

د راپور له مخې، په غرونو کې د واورې اندازه په تیرو ۲۵ کلونو کې خپلې ټیټې کچې ته رسیدلې، چې دا د اندېښنې وړ ده، ځکه اوبه شوې واوره په پسرلي کې د رودونو او ځمکو د پڼه کولو په ځانګړې ډول د غنمو د کروندو د اړتیا وړ اوبو لویه برخه جوړوي.

په عین حال کې یو شمیر کروندګرو د وضعیت په اړه انديښنه څرګنده کړې.

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ یوه بزګر محمد اغا څو ورځې مخکې ازادي راډيو ته وویل:

"سږ کال هیڅ باران نشته، سره له اوسه مالومیږي چې دا ژمی بې بارانه دی، د تېر کال غوندې په غرونو هغسې واورې هم نه دي شوي، هوا ډېره ککړه ده، هر کور کې ماشومان او لویان ناروغان پراته دي، موږ سر له اوسه د راتلونکې فصل ته ډیر اندېښمن یو،"

دغه راز د پلازمینې کابل د ده سبز ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وزیر ګل ازادي راډيو ته وویل چې د وچ ژمي او د باران د نه کېدو له امله د دوی په سیمه کې بیلابیلې ناروغۍ زیاتې شوي دي.

"باران نشته، یو ډول وچه یخني ده چې سم انسان خرابوي، ماشومان ناروغان دي، بې کاري او بې وزلۍ زیاته ده، موږ ولاکه دومره وسه لرو چې د خونو د ګرمېدو لپاره لرګي واخلو، وضعیت ډېر خراب دی."

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله سخته وچکالي ګالي او داقلیمي بدلون له اغیزو سره د مقابلې لپاره ډیر کم امکانات لري.

د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ، اوچا ، په یو راپور کې ویلي وو چې په تیرو پنځو کلونو کې پرلپسې وچکالۍ د افغانانو ژوند ګواښلی دی، او ۲۰۲۵ کال په تیرو ۵۰ کلونو کې د تر ټولو سخت وچ کال په توګه ثبت شوی دی.

سره لدې چې نسبتا وچ ژمی او د واورو او بارانونوټیټه کچه اټکل شوې خو د وریا دغه پیلیدونکې څپه کیدای شي د ځینو سیمو د بزګرانو لپاره یوڅه هیله بښونکې وي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России