Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: په افغانستان کې شاوخوا ۳ میلیونه ښځې او کوچنیان په خوارځواکۍ اخته دي

0

داسې مهال چې مخکې بیلابیلو نړیوالو بنسټونو د ژمې په موسم کې په افغانستان کې په ماشومانو او ښځو کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی وو، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت تازه ویلي، په دې هیواد کې شاوخوا درې میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزون د دوی د عامې روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان له قوله د جنورۍ په ۱۷ مه په یو راپور کې ویلي، له دې ډلې یې ۱ عشاریه ۳ میلیونه په متوسطې او نږدې ۷ لکه کسان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.

دغه شان په خبره یې د ۹ لکو په شا او کې میندې هم په متوسطې خوارځواکۍ اخته دي چې ډیری یې شیدې ورکونکې او امیندواره میندې دي.

په راپور کې راغلي چې دا شمېرې د ۲۰۲۵ کال په ورستیو کې د افغانستان له بېلابیلو سیمو د تغذیې د خدمتونو د وړاندې کولو له ۳۲۰۰ سایټونو راټول شوې دي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دومره لوړه کچه په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر تاییدوي.

یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې په دې ناروغۍ اخته دي وايي د بې وزلۍ له امله خپلو ماشومانو ته د قوي او تغذیوي موادو د برابرولو توان نه لري:

د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې خپل ماشومان یې او د دوی په کلي کې نور دير ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي:

"دلته ډېر ماشومان خوارځواکه دي، زما خپل دوه ماشومان خوارځواکه دي، یو دوه کلن دی او بل درې کلن دی، بس دلته بې وزلۍ ډېره زیاته ده، هیڅ وسه نه لرو، کار نشته، خپله ناروغه یم، خو د درملنې توان نه لرم."

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یوه اوسېدونکې مېرمن چې په خبره یې خپله هم په خوارځواکۍ اخته ده، په ورته شرایطو ازادي راډیو ته وویل:

"په لومړۍ امیندوارۍ کې مې کله چې کلینیک ته تلم، ډاکترانو راته وویل چې بایدښه تغذیه ولرم، خو د دې لپاره چې زما اقتصادي وضع ښه نه وه، ومې نه شو کړای په سمه توګه مې ځان ته رسېدنه وکړم، لومړی ماشوم مې همداسې خوارځواکی شو او د همدې ستونزې له امله مې دویم ماشوم هم په خوار ځواکۍ اخته شو."

د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکې صفت الله ازادي راډيو ته وویل چې مخکې د دوی په سیمه کې د خوارځواکه ماشومانو د ملاتړ لپاره تغذیوي مرکز وو خو اوس تړل شوی دی دی:

"دلته یو مرکز وو، ولس ورسره ډېر هوسا وو، دلته ډېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، دا ماشومانو ته به په هغه مرکز کې تغذیوي مواد ورکول کیدل خو اوس هغه کلینک تړل شوی دی او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکتوبر په شپږمه په یو راپور کې ویلي وو، چې د کال په لومړۍ نیمايي کې په ټول افغانستان کې د تغذیې ۲۹۸ مرکزونه تړل شوي او د تېر ۲۰۲۴ کال په پرتله د تغذیې د ګرځنډه ټیمونو په شمېر کې هم ۵۴ سلنه کموالی راغلی او لامل یې د مرستو کمښت یاد کړی و.

د دې پروګرام مشر، جان ایلیف، بیا تازه فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به شاوخوا پنځه میلیونه افغان ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ شي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې «سیف د چلډرن» د شمیرو پر بنسټ چې په تېره دسمبر میاشت کې یې خپرې کړې وې، اوسمهال نږدې ۳.۷ میلیونه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند د دوی د حکومت تر کنترول لاندې ملي راډیو تلویزیون سره په خپلو تازه خبرو کې دا شمیرې رد کړې دي.

روغتیا پالان ماشومانو ته د مور د شیدو او سالمو خوړو نه ورکول، پاکوالي ته نه پاملرنه او دغه راز د بیلابیلو واکسینو نه تطبیق د خوارځواکۍ د رامنځته کېدو عمده لاملونه بولي.

د ننګرهار د طب پوهنځي استاد، اسدالله حسین زي ازادي راډيو ته وویل:

"لومړنی عامل یې د بیلانس خوړو نه ترلاسه کول دي، یو ماشوم ته باید ویټامین لرونکي، شهم لرونکي او منرال لرونکي خواړه ورکول شي، د دې ترڅنګ بل عامل یې د واکسینونو منظم نه تطبیق دی چې له امله یې دا ناروغي رامنځته کېدای شي، او د محیط پاک نه ساتل هم د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو لامل بلل کیږي."

دی وايي دخوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ماشوم ته له زېږون وروسته تر شپږو میاشتو د مور د شیدو ورکول تر ټولو اړین عمل دی.

دغه راز له شپږمو میاشتو وروسته د مور له شیدو سره یو ځای د بیلابیلو خوړو ورکول ماشومان له خوارځواکۍ ساتي، خو په راپور کې مرکه شویو کسانو ازادي راډیو ته وویل، اوس مهال چې په افغانستان کې بې وزلۍ او بې کارۍ تر بل هر وخت زیاته شوې ده او دوی د خپلو ماشومانو د ښې تغذیې اقتصادي توان نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي و چې په ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان نږدې ۲۱ عشاریه ۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو، افغانستان کې بشري وضعیت دومره هم خرابه نه دی لکه څنګه چې یې نړیوال بنسټونه تصویروي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России