Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د کابل د چاودنې مسولیت په غاړه واخیست، په وژل کې یو چینایی هم شامل دی

0

په کابل کې پرون دوشنبې په یوه هوټل کې په چاودنه کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې واخیست، د یوه چینایي وګړي په ګډون لږترلږه اوه کسان ووژل شول او له لسو زیات ټیپان شول.

د رویترز خبري آژانس د راپورله مځې چاودنه پرون مازدیګرشاخوا درې نیمې بجې د کابل په شهرنو سیمه کې په یوه هوټل کې وشوه. د طالبانو د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد زدراڼ په خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې وویل چې چاودنه د چینیایانو د هوټل د رسټورانټ په پخلنځي کې شوې چې د ایوب په نوم یو مسلمان چینایی اوشپږتنه نور افغانان پکې ووژل شول. په پیښه کې د هغه په وینا یوشمیرنورکسان ټپیان شوي خو دقیق شمیریې ونه ښود.

چاودنه د شهرنو په ګل فروشي کوڅه کې د چینایانو په هوټل کې شوې. ښاغلي زدراڼ وویل، په دې اړه څیړنه پیل شوې چې دا څه ډول چاودنه وه خو پرون له چاودنې لږ وروسته د طالبانو یوې باوري سرچینې آزادي راډیو ته وویل چې ښایي دا پیښه د ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې وي.

په کابل کې د بشرپالنې ایمرجنسي روغتون چې ایټالیا یې چارې سمبالوي، مشر دیجان پانیک په یوه اعلامیه کې وویل چې یوازې د دوی روغتون ته د چاودنې له ځایه ۲۰ کسان لیږدول شوي چې اوه یې روغتون ته په لاره یا له هغې مخکې مړه شوي و. هغه زیاته کړه چې په ۱۳ ټپیانو کې چې د ځینو وضعیت یې خطرناک دی، څلور ښځې او یو ماشوم شامل دي.

د رویترز د راپور له مخې بیګا ناوخته د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د دغې چاودنې مسولیت واخیست. هغې ډلې چې له دې مخکې یې هم په کابل کې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبرمیاشتې په ۱۲ د چینایانو د هستوګنې پریوه هوټل د خونړي برید مسولیت اخیستی و. داعش هغه ډله چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې د کابل په ګډون په یوشمیرولایتونو کې د ډیرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی.

په کابل کې د چین سفارت له دغې چاودنې وروسته یوه خبرتیا خپره کړه او یو ځل بیا یې له چینایي وګړو وغوښتل چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي. دا خبرتیا وروسته له هغه خپره شوه چې د چین د سینهوا خبري آژانس په دې پیښه کې د دوو چینایي وګړو د سخت ټپي کیدو راپور ورکړ او ویې ویل چې هغوی روغتون ته لېږدول شوي دي.

د چین سفارت په خبرتیا کې ویل شوي چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت لا هم پېچلی او جدي دی. سفارت ټینګارکړی چې چینایي وګړي باید په موقتي ډول افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

سفارت همدارنګه هغو چینایي وګړو او شرکتونو ته چې دا مهال په افغانستان کې مېشت دي، سپارښتنه کړې چې د افغانستان قوانین او مقررات مراعات کړي، د ځایي مذهبي دودونو درناوی وکړي، د امنیتي وضعیت له نږدې څارنه وکړي او د خپل خوندیتوب پوهاوی زیات کړي. همدارنګه هغوی ته سپارښتنه شوې چې په خپلو استوګنځایونو او د تګ راتګ پر مهال امنیتي تدابیر زیات کړي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو لکه رستورانتونو، مذهبي ځایونو، لویو سوداګریزو مرکزونو او بازارونو څخه ډډه وکړي.

په کابل کې د چین سفارت په دې ښارکې له چاودنې وروسته چینایي وګړو ته خبرداری داسې مهال ورکوي چې د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې د چین سفارت د افغانستان او تاجکستان پرپوله د څلورو مشکوکو وسله والو د وژل کیدو له پیښې وروسته په هغه هیواد کې خپلو وګړو ته نن دوشنبې ورته خبرداری ورکړی.

په دغه خبرداري چې په دوشنبې کې د چین سفارت د دوشنبې په ورځ خپورکړی ویل شوي چې د تاجکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې وضعیت لا هم کړکیچن دی. د تاجکستان امنیتي چارواکو وویل چې د یکشنبې په ماښام، څلور وسلوال وسله وال د افغانستان له بدخشان ولایت څخه په ناقانونه ډول د تاجکستان د ختلان سیمې ته داخل شوي چې له تسلمیدو یې ډډه کوله او د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول.

سفارت له چینايي شرکتونو او وګړو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې دې د سیمې امنیتي وضعیت له نږدې وڅاري، د خطرونو د مخنیوي پوهاوی دې زیات، امنیتي تدابیردې نور هم پیاوړي کړي او ژر تر ژره دې په منظم ډول له سرحدي سیمې ووځي. همدارنګه چینایي وګړو ته سپارښتنه شوې چې د تاجکستان–افغانستان سرحدي سیمې ته له سفر څخه ډډه وکړي.

تر دې مخکې، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۶مه، افغانستان پولې ته څیرمه د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین په سرحدي ولسوالۍ کې په یو وسله وال برید کې درې چینایي وګړي ووژل شول او یو بل ټپي شو. وروسته، د نومبر په ۳۰مه، په همدې سیمه کې یو بل وسله وال برید هم وشو چې پکې چینایي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

چین چې په تاجکستان او افغانستان دواړو کې د خپلو اتباعو امنیت ته اندیښمن دی، له دې مخکې یې په تیره د تاجکستان او افغانستان پرپوله پرچینایانو د تیرکال په وروستیو کې له خونړي برید وروسته د دواړو هیوادونو له چاواکو غوښتي وچې د چینایي وګړو امنیت ته پاملرنه زیاته کړي. په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فوګونګ د لیندۍ د میاشتې په شلمه د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د تاجکستان او افغانستان پولې ته نژدې د چینایي وګړو د وژل کیدو د پیښې په اړه دې تحقیقات وکړي. هغه په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته په خبرو کې دغه راز پر طالبانو غږ وکړ چې له تاجکستان سره د پولې امنیت ټینګ کړي او هم دې په افغانستان کې ترهګرې ډلې لکه داعش، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک او تحریک طالبان پاکستان ډلې وځپي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России