د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته ماتې ورکړه
د فوټسال ملي لوبډلې نن سه شنبې په خپله دویمه لوبه کې ویتنام ته ماتې ورکړه.دا لوبه چې د ویتنام په کوربتوب ترسره شوه، افغان لوبډله وتوانیده پنځه د دوو پر وړاندې ویتنامي لوبډلې ته ماتي ورکړي.وړمه ورځ افغان لوبډلې په تمریناني لوبه کې ویتنام ته پنځه د درې پر وړاندې ماتې ورکړې وه.تمه ده د فوټسال ملي لوبډله له دې بریا وروسته نن شپه په دوو لوبو کې چې د تایلنډ په وړاندې دي دغه هېواد ته سفر وکړي.دا لوبې د۲۰۲۶کال په اسیا جام سیالیو کې د چمتوالي په موخه ترسره کیږي.
