بلوچستان کې وسله وال بریدونه او چاودنې؛ پوځ وایي ۱۸ ملکیان او ۱۵ پاکستاني عسکر وژل شوي
بلوچستان یوه نارامه ورځ تېره کړه.
د مرکز کوټې په شمول په ۱۲ ښارونو او ښارګوټو کې همغږي وسله وال بریدونه او چاودنې وشوې.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر آی اس پي آر د شنبې په شپه ناوخته په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې د پاکستان ۱۵ امنیتي ځواکونه او اتلس عام خلک په بریدونو کې وژل شوي دي.
مخکې د لږ تر لږه ۲۴ پولیس افسرانو د ټپيانیدو راپور هم ورکړل شوی وو.
د کوټې ملکي روغتون ته د شنبې ورځې د بریدونو ګڼ ټپيان ور وړل شوي. له ډلې یې ۳۴ کلن عنایت الله فرانسپرس ته ویلي:
د پاکستان پوځ بیا ویلي چې د امنیتي ځواکونو او پولیسو په ځوابي بریدونو او تصفیوي عملیاتو کې لږ تر لږه ۹۲ وسله وال بریدګر چې پکې دری ځانمرګي حمله کوونکي هم شامل وو وژل شوي دي.
د دغو بریدونو مسووولیت بي ال اې یا بلوچ لیبرشن آرمي وسله والو په غاړه اخیستې ده. دا ډله او ورسره تړلې مجید بریګیډ/قطعه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د بهرنیو ترهګرو ډلو په لیسټ کې شامله شوې ده.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې بلوچ لیبرشن آرمي ادعا کړې چې دوی د پاکستان ۸۴ امنیتي ځواکونه وژلي دي.
په بریدونو کې د وژل شویو او ټپيانو له کورنیو او خپلوانو سره په لیدنه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي ویلي چې د وژل شویو غچ به واخلي.
د بوګټي او نقوي هغه ویډیو هم په خواله رسنیو ډېره لاس په لاس کېږي چې د یوه قرباني له کورنۍ سره په ژړغوني غږ خبرې کوي.
د ازادې اروپا د مشال څانګې د خبریال د راپور په اساس د کوټې په ګډون ټول بلوچستان کې د جنورۍ پر ۳۱مه انټرنېټ او موبايل سروس بند وو، لارې تړل شوې وې او ځای پر ځای اېف سي یا سرحدي سرتيري هم ولاړ وو چې له امله يې د مرګژوبلې کره شمېره نه معلوميږي.
وسله والو د کوټې په هزار ګنجۍ، د مشرقي باي پاس پر خالد شهيد پوليس سټېشن، سرياب روډ او امداد چوک کې پر سليم میډیکل کمپلکس، بانکونو او نورو دولتي ودانيو بريدونه کړي دي.
همداراز د بلوچستان ایالت په نورو سیمو له هغې ډلې نوشکي، ګوادر بندر، ډاډر، قلات، مستونګ او پسني کې هم پر امنيتي سرتيرو حملې شوې دي.
د بلوچستان پخواني اعلی وزیر سردار اختر مېنګل پر ایکس پاڼه لیکلي چې په صوبه کې حالت د خورا اندېښنې وړ دی.
نوموړي لیکلي چې په خپل ټول ژوند کې یې د بلوچستان حالات "تر دې حده خراب نه دي لیدلي".
بلوچستان که څه هم په طبیعي زیرمو مالامال او د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی خو په عین حال کې بیوزلی او تر ټولو کم پرمختللی ایالت ګڼل کېږي.
بلوچستان له افغانستان او ایران سره ګډه اوږده پوله لري له لسیزو راهیسې د ناکراریو شاهد دی.
د پاکستان امنیتي چارواکي تور لګوي چې د بلوچستان په وروستیو ناکراریو او بریدونو کې د هند له ملاتړ برخمنې وسله والې ډلې چې دوی یې "فتنة الخوارج" او "فتنة الهندوستان" یادوي لاس لري.
هغه ادعا چې هندي چارواکو رد کړې ده.
