Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

نن دوشنبې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو

0

د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې نن دوشنبه د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.

داسې مهال چې د افغانستان له نیمايي په زیاتو ولایتونو کې د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شوی یو شمېر افغانان غوښتنه کوي چې چې دا کمپاین دې د کور په کور په بڼه ترسره شي څو هېڅ ماشوم له واکسینه پاتې نه شي.

د خوست ولایت یوې اوسېدونکې هریوا د راډیو ازادي ته وویل: "واکسین کوونکو ته باید اجازه ورکړل شي چې کور په کور واکسین تطبیق کړي، ځکه که ماشومان له واکسین پاتې کیږي نو په پولیو د اخته کېدو چانس یې ډیریږي، زموږ په ګاونډیانو کې یو کس په ګوزڼ اخته شوې ځکه په وړکوالي کې له واکسین کولو پاتې شوی وو. "

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی محمد نبي هم ورته غوښتنه لري: "دا یو ښه اقدام دی، خو واکسین باید کور په کور تطبیق شي. ډېر خلک شته چې روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري. "

دا په داسې حال کې ده چې دوشنبه د سلواغې یا دلوې ۱۳ مه د افغانستان په نږدې اتلس ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځنی فرعي کمپاین پیل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې پړاو کې به شاوخوا اوه میلیونه او درې سوه زره له پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ویډیويي بیان کې، چې د یاد وزارت په اېکس پاڼه کې خپور شوی، ویلي چې دا کمپاین به د کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، بلخ، فاریاب، کندز، هرات او بادغیس ولایتونو کې تطبیق شي؛ خو په هلمند، ارزګان او زابل کې به د یوې ورځې ځنډ سره، او د فاریاب په دوو ولسوالیو او د بادغیس په دوو ولسوالیو کې به له یوې اونۍ ځنډ وروسته پیل شي.

نوموړي ویلي په وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو د ویروس ځینې مثبت چاپېریالي بېلګې ثبت شوې دي، چې لا هم یو ګواښ بلل کېږي.

هغه دغه رازله ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د کډوالو ستنېدل د دې ناروغۍ د خپرېدو لپاره د اندېښنې وړ بللي دي.

شرافت زمان د پولیو واکسین د تطبیق د څرنګوالي په اړه له وضاحت پرته، له خلکو او قومي مشرانو غوښتي چې په خپلو سیمو کې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د ننګرهار په ښیوې ولسوالۍ کې د عصمت الله په نوم یو واکیسناتور ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د پولیو واکسین د کور په کور په بڼه ترسره کیږي.

نوموړي وویل: "نن واکسین پیل شوی، کور په کور تطبیقېږي، علما له واکسیناتورانو سره کور په کور ګرځي او هغه کسان چې نه غواړي خپل ماشومان واکسین کړي، قانع کوي. دا کمپاین کور په کور دی. "

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د پولیو واکسین د کور په کور تطبیق بند کړ پرېکړه یې وکړه چې تر دې وروسته به واکسین جومات په جومات او یا د کلیو په ځانکړو ځایونو کې ترسره کیږي.

د طالبانو تر دې پرېکړې وروسته د روغتیا نړیوال سازمان "WHO"خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د کور په کور د پولیو واکسین کمپاین درول، ماشومان، په ځانګړي ډول نوي زېږېدلي، د پولیو واکسین له جدي محرومیت سره مخ کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یوه میاشت مخکې راپور ورکړی و چې تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په روان ۲۰۲۶ میلادي کال کې تر اوسه د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، او دا څلور ورځنی کمپاین د روان کال د پولیو واکسین لومړنی پړاو بلل کېږي.

افغانستان او پاکستان هغه دوه یواځیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی وړل شوی.

ډاکټران وایي، پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، او یوازې واکسین کولای شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

" له پولیو پاک افغانستان " بنسټ د پولیو واکسین د څلور ورځني کمپاین له پیل سره سم، په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې له خلکو غوښتي چې د ماشومانو په واکسین کولو سره افغانستان له پولیو ویروس څخه وژغوري.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России