Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

يوناما: پاکستان په بمبارۍ او نښتو کې د ۲۰۲۵ کال اخري ۳ میاشتو کې ۷۰ ولسي افغانان وژلي

0

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (يوناما) وايي چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر څخه تر دیسمبره پورې د پاکستان په حملو کې ۷۰ ولسي افغانان وژل شوي او ۴۷۸ ژوبل شوي دي.يوناما د فرروۍ پر اتمه خپاره کړي راپور کې ويلي چې دا مرګژوبله پر افغانستان د پاکستانيوو ځواکونو د بمباريوو او د طالبانو د حکومتي ځواکونو سره د نښتو په مهال رامنځته شوې ده. يوناما په پکتيکا، کابل او خوست کې د پاکستانيوو الوتکو د حملو او په تورخم او چمن کې د پاکستاني او طالب سرتېرو ترمنځ د جنګونو ذکر کړی دی. يوناما ټينګار کړی چې په هره شخړه کې بايد ولسي وګړي خوندي وساتل شي.

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د يوناما د راپور په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی. خو پخپله يوناما په دې راپور کې د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت هغه څرګندونې راخیستې چې په تېرو وختونو کې یې له رسنيوو سره شريکې کړې دي.

د دې څرګندونو ترمخه، د پاکستان حکومت دریځ لري چې په افغانستان کې پاکستاني وسله وال مېشته دي. د پاکستان حکومت ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱۱۵ پاکستاني په هغو بریدونو کې وژل او ژوبل شوي چې د دوی په وينا له افغان خاورې پلان شوي وو. په هغوی کې د وژل شويو شمېر ۳۸۷ او د ژوبل شويو شمېر ۷۲۸ ښووول شوی دی.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا نه مني. هغوی دريځ لري چې تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ وسله والې ډلې په پاکستان کې دننه مېشته دي. د طالبانو حکومت پر پاکستان تور پورې کوي چې داعش وسله والې ډلې ته یې ځای ورکړی چې په افغانستان کې حملې کوي. خو اسلام اباد دا ادعا بې بنياده بولي.

يوناما په افغانستان کې د بشري حقونو په سرغړونو اندېښنه ښوولېيوناما پر دې سربیره په خپل راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ښځو بندیزونو، د پخوانيوو امنيتي سرتېرو شکنجه کولو او په رسنيوو بندیزونو ته دوام ورکړی دی. يوناما ويلي چې په هغه موده کې له ايران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي ځيني پخواني امنيتي سرتېري نيول شوي او شګنجه شوي دي.

په راپور کې زیاته شوې چې لږ تر لږه ۱۴ پخواني افغان امنيتي افسران په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي. په راپور کې راغلي چې د پخوانیو پوځیانو د خپلسرو نیونو لږ تر لږه ۲۸ او له هغوی سره د ناوړه چلند یا شکنجې ۷ پېښې یې ثبت کړي دي.

د یوناما په راپور کې پر رسنيوو د طالبانو د حکومت د بندیزونو په اړه اندېښنه ښوول شوې او زیاته شوې چې ټيليويژن چينلونو ته ويل شوي دي چې د ژونديوو موجوداتو ويډيوګانې به نه خپروي. پر دې سربیره خبریالان له ګڼو فشارونو سره مخ ياد شوي او يوناما زیاته کړې چې طالب ځواکونه د ځينو رسنيوو دفترونه ته ورځي، خپرونې یې بندوي او خبریالان نیسي.

د بیان ازادي او پر ښځو محدودیتونه يوناما په خپل راپور کې دا هم ويلي چې طالبانو د خپلې سختدريځې واکمنۍ په دوام سره د چاپخونو مالکانو ته ويلي چې د اړونده ادارو له اجازې او کتنې بغیر دې کتابونه نه چاپوي. په راپور کې زیاته شوې چې دا د بیان ازادۍ د بشري حق تروړل دي. پر دې سربيره پر موسیقۍ بنديز یې لا نور سخت کړی دی. په راپور کې ويل شوي: "په دیسمبر کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکو يوازې په ننګرهار کې د موسیقۍ ۶۵۷ وسايل سوځولې دي".

د ملګرو ملتونو د ځينو نورو راپورونو په شان په دې راپور کې هم اندېښنه ښوول شوې چې د طالبانو حکومت له ښځو سره جنسيتي توپيري چلند روان ساتلی دی. يوناما ويلي چې طالبانو ټېکسيوانانو ته ويلي چې که کومه ښځه له محرم نارينه سره نه وي، نو هغه دې له يوه ځایه بل ځای ته نه لېږدوي.

په راپور کې زیاته شوې چې ورته امر په ځينو ځایونو کې دکاندارانو ته هم شوی او ورته ويل شوي چې هغو ښځو ته سودا ورنکړي چې له نارينه محرم بغیر سودا اخیستو ته ورغلې وي. پر دې سربیره په راپور کې زیاته شوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو په تعليم دوام سره يو اساسي بشري حق تروړلی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د يوناما د هغه راپور په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو په تېرو وختونو کې یې هغسې موندنې بې اساسه بللې دي. د طالبانو حکومت ادعا کوي چې ښځو ته یې د شريعت په چوکاټ کې حق ورکړی، رسنۍ ازادې دي او پخوانيوو امنيتي سرتېرو ته یې بخښنه اعلان کړې ده.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России