Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د پاکستان حکومت وايي د لسو زرو جبري لادرکو کسانو څخه یې د ډېرو کیسونه حل کړي

0

د پاکستان حکومت وايي په هغه ملک کې د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې ثبت شوې شمېرې ښيي چې تر لسو زرو څخه زیات وګړي لادرکه وو چې د ګڼو کېسونه حل شوي دي.د پاکستان مرکزي حکومت لخوا له رسنيوو سره شريکې شوې شمېرو ترمخه، تر ټولو ډېر خلک په خیبرپښتونخوا کې لادرکه دي. د هغو کسانو شمېر له ۳۷۰۰ زیات دی. د پاکستان د قانون وزير، اعظم نزیر تارړ د فرروۍ پر اوومه په لاهور کې یوې غونډې ته په وينا کې ادعا وکړه چې له لسو زرو څخه د ۲۶۰۰ کسانو کېسونه پاتې دي.

د هغه په وينا حکومت کوښښ کوي يوه بله کمېټې جوړه کړي تر څو د جبري لادرکو کسانو مسله حل شي. د هغه په وينا دا کمېټې به د لا واردمخه جوړ کمېشن تر څنګ کار کوي. تارړ د هغه دوه کسیز کمېشن خبره کوي چې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان حکومت جوړ کړی دی. د بشري حقونو نړيوالې ادارې او د لادرکو خلکو د موندلو لپاره کار کوونکي پر هغه کمېشن تو پورې کوي چې بې واکه دی او ګټه یې نشته.

د پاکستان مرکزي حکومت د شمېرو ترمخه، په ۲۰۲۶ کال کې ورسره له ۱۸۰۰ څخه ډير لادرکه کسان ثبت شوي دي. د خیبرپښتونخوا په اړه ويل شوي چې له هفه ځایه لادرکه کسانو کې د ۲۵۰۰ څخه د زياتو خلکو کېسونه فېصله شوي دي او د ۹۵۰ کسانو د کېسونو په اړه پلټنې روانې دي.

د خيبر پښتونخوا بيلا بيلو سيمو څخه د لادرکه شويو کسانو شميرې راټولونکی او د هغوی له کورنيوو سره قانوني مرسته کوونکي د پېښور هایکورټ وکيل، عالمزيب محسود د فرورۍ پر اتمه، مشال راډيو ته وويل چې حکومت کمې شمېرې ښيي. د هغه په وينا سرکاري شمېرې يوازې د هغو خلکو دي چې کېسونه یې ثبت شوي او اصلي هغه، له دغو ډېرې زیاتې دي.

هغه وويل چې د حکومت دعوې له حقیقته ليرې دي ځکه چې په يونا یې د يو لادرکه کس مړی موندل کېدل یا د کمېشن لخوا د هغه کېس نه درلودل د مسلې حل نه دی: "خلک ډېر وس نه لري او نه هم په قانوني لارو چارو پوهېږي نو ځکه د لادرکو کسانو له کمېشن سره د کورنيوو د غړو قضیې نه ثبتوي. زما په فکر د لادرکو خلکو کورنيوو کې ۲۰ فېصده هم له حکومت سره خپل کيسونه نه ثبتوي."

د بشري حقونو د څار نړيوالې (هېومن رایټس واچ) د پاکستان په اړه خپل کلني راپور کې ويلي چې په هغه هېواد کې له کلونو راهیسې د لادرکو کسانو مسله نه حلېږي. د هغې ادارې په وينا تر ټولو ډېر خلک په بلوچستان کې لادرکه کېږي چې امنيتي ادارې پکې لاس لري. د پاکستان پوځ دریځ لري چې لادرکه کسان په زرګونو کې نه دي.

د لادرکه بلوڅانو خپلوان او د هغوی حقونو لپاره کارکوونکي سازمانونه د پاکستان استخباراتي او امنیتي ادارې تورنوي چې خلک تښتوي او بې درکه کوي. دوی دا تور هم پورې کوي چې د ځينو لادرکه کسانو مړي هم موندل کېږي.

خو د پاکستان پوځ تل دا تورونه رد کړي او دعوه کوي چې هغه کسان چې ورک بلل کېږي ورڅخه یې ډېری په وسلوالو ډلو ورګډ شوي او ځینې یې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي. پوځ هم ويلي چې حکومت د کمېشن له لارې د دې مسل په حل بوخت دی.

خو مدني فعال او د بشري حقونو لپاره په خيبر پښتونخوا کې کار کوونکې ادارې، هيمون رایټس پروټيکشن، يو چارواکي ابراهيم شاه د فرورۍ په اتمه مشال راډيو ته ويلي چې حکومت بايد سنجيدګي وښيي. د هغه په وينا حکومت بايد عملي کار وکړي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России